د افغانستان د ملي امنيت شورا ويلي په تېرو دوه ورځو کې يې د طالبانو 317 نور بندیوان خوشي کړي دي چې ورسره د ټولو خوشي کړو طالبانو شمېره 4917 ته رسېدلې ده.
د ملي امنيت شورا په ټویټر ويلي، د طالب بنديوانو د خوشي کولو عمل به ترهغې روان وي چې ټول 5100 خوشي کړی شي.
ويل شوي دا تازه 317 خوشي کړی شوي طالبان د پروان او نورو صوبو څخه ازاد کړی شوي دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د فرورۍ په میاشت کې په دوحه کې په ترسره شوي موافقنامه کې ويل شوي ؤ چې افغان حکومت به د طالبانو 5000 بنديوان خوشي کوي.
او طالبان به 1000 افغان دولتي سرتيري پرېږدي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني دوه ورځې وړاندې ویلي، د لوی اختر د څلورمې نه هغه 500 طالب بندیوان خوشي کوي چې د طالبانو د 5000 بنديوانو د فهرست نه علاوه دي.
اشرف غني دغه اعلان نن د جمعې په ورځ په صدارتي ماڼۍ ارګ کې د لوی اختر د نمانځه نه پس کړی ؤ.
ولسمشر غني وويل طالبانو د لوی اختر په موقع اوربند کړی د هغې په بدل کې دوی په ښه نيت او سولې د عمل په لار کې د خنډانو لرې کېدو په موخه 500 طالب بندیوان خوشي کوي.
ښاغلي غني د طالبانو د 400 بنديوانو په اړه وويل طالبانو چې دوی ته کوم فهرست ورکړی په هغې کې 400 داسې دي چې په مختلفو جرمونو کې ککړ دي د قانون ترمخه هغه نه شي کولی چې دغه 400 تنه خوشي کړي.
هغه زياته کړې د دغو کسانو په اړه به د مشورې دپاره د اولسي استازو سره مشوره وکړي.