د بلوچستان په کلاعبدالله سیمه کې وړیا طبي کېمپ پرانیستل شوی دی

Your browser doesn’t support HTML5

د بلوچستان حکومت د صوبې په ډېرو ضلعو کې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره ځانګړي ګامونه اخیستي او د یوې غیرسرکاري مرستندویې ادارې په مرسته یې په کلا عبدالله کې طبي کېمپ پرانیستی دی چې پکې د ماشومانو د وېکسین تر څنګ د هغوی د میندو مفت علاج هم کېږي.
د صوبې کلا عبدالله ضلع چې له پولیو زیاته اغېزمنه ده، هلته په جوړ شوي طبي کېمپ کې ماشومانو ته د پولیو په ضد څاڅکي هم ورکول کېږي.