پمپېیو: بین الافغاني مذاکرات به "لانجمن" وي خو د جګړې ختمولو یواځینۍ لار خبرې دي

واشنګټن ـــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو د سولې د بین الافغاني خبرو د پیلېدو د اعلان هرکلی کړی او وایي کېدای شي دا خبرې "لانجمنې" وي خو وایي که افغانان تر لسیزو جګړو وروسته امن غواړي نو یواځینۍ لار یې همدا خبرې دي.

مایک پمپېیو د جمعې په ورځ د بین الافغاني خبرو په پرانیستونکې غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته د سفر په وخت ویلي، دا اوس په افغان مشرانو پورې اړه لري چې څنګه مخته لاړ شي او ټولو افغانانو ته ښه ژوند جوړ کړي.

مایک پمپېیو په یوه ټویټ کې هم ویلي چې "دا یوه تاریخي شېبه ده او د افغانستان لپاره یوه ښه موقع ده چې د څلوېښتو کلونو جګړه ختم او د وینو تویېدل پای ته ورسوي".

د اسوشیېټیډ خبري ایجنسۍ د خبر له مخې مایک پمپېیو قطر ته په لاره په الوتکه کې ویلي، څومره چې یې تمه لرله بین الافغاني خبرې تر هغه زیاتې وځنډېدې:

"په تقریباً دوو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې افغانان پر مېز یو ځای کښېناستو ته تیار دي او لانجمن بحثونه به ولري چې څنګه خپل هېواد پر مخ بوځي او تشدد را کم کړي او هغه څه وکړي چې افغان ولس یې غواي، یو پخلا شوی افغانستان له یو داسې حکومت سره چې څرګنده کړي دا هېواد په جګړه کې نه دی".

په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات سبا د سپټمبر پر 12مه په داسې وخت کې پیلېږي، چې د امریکې د مرکزي کمانډ دفتر د نومبر په پیل کې له افغانستانه د خپلو 4,100 نورو پوځیانو د کمولو اعلان کړی دی.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم په خبري غونډه کې د بین الافغاني خبرو د پیلېدو اعلان "په زړه پورې" وباله او ویې ویل چې واشنګټن به په نومبر کې په افغانستان کې خپل پوځ څلور زره ته را کم کړي.

د اسوشیېټیډ پریس په وینا مایک پمپېیو پخپلو خبرو کې دا سپیناوی کړی که امریکا له افغانستانه [د ترهګرۍ] خطر ولید او یا طالبانو له خپلو ژمنو انکار وکړ، نو خپل پوځیان به بیرته افغانستان ته ستانه کړي، خو وایي زلمي خلیلزاد د امنیتي اندېښنو له کبله د طالبانو دا ژمنې نه دي په ډاګه کړې. مایک پمپېیو ویلي:

"زموږ وعده چې خپل پوځیان به صفر ته را کموو له دوی سره تړلې ده چې له تړون سره سم خپلې ذمه وارۍ پوره کړي [کومې چې] ډېرې ښکاره دي او هغه په افغانستان کې د ترهګرۍ د فعالیت په اړه دي".

مایک پمپېیو د افغان ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح وروستي بمي برید ته په اشارې سره ویلي "دا خبره ډېره ښکاره ده چې د تشدد باید د منلو وړ کچې ته را کم کړل شي.

افغان حکومت هم په وار- وار ویلي چې له طالبانو سره د خبرو لومړۍ ایجنډا به یې په هېواد کې دایمي ډزبندي وي او طالبانو هم د امریکې او افغان حکومت د ډزبندۍ د غوښتنو په جواب کې ویلي چې پر دې موضوع به په مذاکراتو کې خبرې کوي.