د امریکې د واټسن انسټيټيوټ د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د کال 2001 د اکتوبر د میاشتې نه تر د کال 2019م د اکتوبر د میاشتې پورې په 18 کاله جګړه کې ټول 157000 کسان وژل شوي دي.
د واټسن انسټيټيوټ ترمخه په دې 18 کاله موده کې په پاکستان کې 66000 کسان وژل شوي دي.
د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د 18 کاله جګړې له امله نېغ په نېغه وژل شوؤ کې تر ټولو زياته شمېره د افغان پوځ او پوليس ښودل شوې چې 64124 سرتيري پکې وژل شوي دي.
ویل شوي په جګړه کې 43073 ملکي وګړي او 42100 مخالفه وسله وال وژل شوي دي.
په وژل شوؤ کې د امریکا د پوځ او کنټرېکټرانو سره د نورو اتحادي سرتيرو ټوله شمېره 7263 ښودل شوې ده.
ویل شوي په 18 کلنۍ جګړه کې 67 ژورنالسټان او 424 د بشري حقونو د تنظيمونو کار کوونکي هم وژل شوي دي.
په افغانستان کې د 2001 راهسې پېل شوې جګړې ته د پای د ټکي اېښودو دپاره دوه ورځې وړاندې په لومړي ځل د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي خبرې اترې پېل شوي دي.
د روان کال د فرورۍ په مياشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په توافقنامه کې ویل شوي ؤ چې د مارچ په مياشت کې به بېن الافغاني خبرې روانې شي خو د بندیوانو د خوشي کولو په عمل کې د ځنډ له امله دغه خبرې تر دې وخته اوږدې شوې.
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې قطر ته د طالبانو سره خبرو له ورغلی ويلي يې دي دغه دوه ورځنی سفر يې کامياب ؤ. خو نور جزيات يې نه دي شريک کړي.
او د افغانستان د سولې د خبرو د پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي د طالبانو د پلاوي سره یې لومړۍ ناسته شوې او په يو لړ مسلو یې ورسره خبرې شوي دي.
د وټسن انسټيټيوت د رپوټ ترمخه په پاکستان کې په دې 18 کاله موده کې د جګړو له امله ټول 66000 کسان وژل شوي چې پکې 32737 مخالفه وسله وال، 23924 ملکي وګړي او 9124 پوځي او پوليس سرتيري وژل شوي دي.
د ياد رپورټ ترمخه په دې موده کې په ملک کې 86 ژورنالسټان او 97 د بشري حقونو د تنظیمونو غړي وژل شوي دي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د بېن الافغاني خبرو هرکلی کړی او ويلي يې ؤ د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د روغې جوړې د خبرو د کاميابي، د افغانستان او سيمې د سولې، ثبات او خوشحالۍ دپاره اړينه ده.