قومي اسمبلۍ ته په پوځ پورې د ملنډو پرضد د سزا او جرمانې د قانوني بدلون مسوده راوړل شوې

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې يوه قانوني مسوده وړاندې کړی شوې چې پکې ويل شوي "چېڅوک هم د پاکستان د وسله والو پوځونو يا پوځي پورې په ارادې سره ملنډې کوي، احترام ته یې زیان رسوي يا يې بدناموي هغه به د داسې جرم قصور وار وي چې سزا يې دوه کاله بند، پينځه لاکه روپۍ جرمانه يا دواړه کېدی شي".

د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي د قومي اسمبلۍ غړي امجدعلي خان په مجموعه تعزيرات پاکستان 1860 او مجموعه فوجداري 1898 کې د نور بدلون دپاره قانوني مسوده وړاندې کړې ده.

ويل شوي دغه بدلون به په فوجداري قانون کې د بدلون اېکټ 2020 په نوم يادولی شي او دا به په فوري توګه نافذالعمل وي.

د قانوني بدلون په مسوده کې ويل شوي چې دا بدلون د وسله والو پوځونو پرضد د کرکې او سپکې رويې مخنيوي کول دي.

خو په پاکستان کې ويل کيږي داسې قوانين د وړاندې نه موجود دي او دا نوی قانوني بدلون د اظهار رایې به ازادۍ د بندېزونو سېوا کولو د لړۍ سره تړل کيږي.

د سويلي اسيا د مطبوعاتو د ازادۍ د تنظیم (سېپما) عمومي سېکتر امتیاز عالم وايي، "په پاکستان کې د وړاندې نه د مطبوعاتو ازادي ختم شوې او حق اظهار هم د يو حده پورې دی خو د پاکستان د غټو مشرانو او غټو مسلو په اړه په ښکاره څوک خبره نه شي کولی".

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "په پاکستان کې اوس حق اظهار چاته هم نشته، په پاکستان کې د حق اظهار د ازادۍ سخت وخت دی او داسې قوانين د وړاندې نه موجود دي چې د پوځ، عدليې او پاکستان د نظريې خلاف څوک څه خبره کوي په هغو د غدارۍ مقدمې جوړيږي نو نوي قانون ته څه ضرورت دی".

هغه زياته کړه داسې قوانين موجود دي چې د عمر بند او مرګ پورې سزاګانې پکې ټاکل شوي دي ځکه هغه وايي نه پوهيږي چې نوي قوانين د څه دپاره راوړل کیږي.

ژورنالسټ شميم شاهد وايي، دا قانوني مسوده چې وړاندې شوې د هغه په نظر دا ملګرو ملتونو د قوانينو پرضد دی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "که پوځ د پاکستان د خزانې نه خرڅ کوي نو د پاکستان خلک کولی شي چې دا تپوس وکړي چې دا خزانه يې څنګه خرڅ کړه او دوی دولتونه څنګه جوړ کړي دي".

هغه وويل قوانين يواځې د سياسي خلکو دپاره جوړيږي "پکار ده چې د سياسي خلکو سره احتساب د پوځيانو او ججانو نه هم وشي".

په قومي اسمبلۍ کې د بدلون دپاره قانوني مسوده په داسې وخت کې وړاندې کړی شوې چې په وروستيو کې په پاکستان کې د ژورنالسټانو پرضد د غدارۍ او بغاوت مقدمې درج کړی شوي دي.

په 11م ستمبر د پاکستان د ټيلي ويژن چېنلو د څار ادارې (پېمرا) د پخواني مشر ابصار عالم پرضد د پنجاب صوبې په جهلم کې مقدمه درج شوې چې هغه په ټولنيزو رسنیو د پاکستان د پوځ او وزیراعظم پرضد ناوړه ژبه کارولې او دغه کار ته يې غداري ویل شوي وو.

هم په دغه ورځ په کراچۍ کې يو بل ژورنالسټ بلال فاروقي نيول شوی چې په هغه د بغاوت مقدمه درج شوې وه چې په ټولنيزو رسنيو يې د پاکستان د پوځ پرضد او مذهبي کرکې راپارولو پوسټونه کړي دي.