واشنګټن ــــ په داسې حال کې چې د نورې نړۍ غوندې په امریکا کې هم کرونا وایرس لا نه دی ختم شوی، د امریکې په شمالي څنډه کې د فلو یا نزلې موسم په شروع کېدو دی، چې کېدای شي په میلینونو خلک په اخته شي، په لکونو خلک په روغتونونو کې بستر شي او زرګونه ترې مړه شي.
د امریکې د الاباما پوهنتون د وبایي ناروغیو د څانګې مشرې او د امریکې د وبایي ناروغیو د ټولنې د مشرتابه غړې جین مرازو په وروستیو کې خبریالانو ته د نزلې د ممکنه خطر په اړه ویلي "موږ په ریښتیا په حقیقت کې غواړو د ناورین پر امکان باندې تاکید وکړو".
په اوس وخت کې چې د امریکې اکثر روغتونونه د کرونا وایرس د ناروغانو له کبله مصروف دي، د روغتیا ماهرین ټینګار کوي چې هر څوک باید د فلو یا نزلې وېکسین ولګوي او په دې توګه پر روغتونونو او روغتیايي کارکوونکو بوج یو څه کم شي.
د امریکې د ناروغیو د مخنیوي مرکز (سي ډي سي) د اندازې له مخې په دې هېواد کې هر کال 61,000 کسان د نزلې یا زکام له وایرسه مري او تر 810,000 زیات ناروغان یې په روغتونونو کې داخله کېږي.
په امریکا کې د فلو یا نزلې د وایرس موسم په داسې حال کې را نیژدې شوی چې په تېرو اوو میاشتو کې کرونا وایرس په دې هېواد کې تر اوسه شاوخوا دوه لکه کسان وژلي او تر 67 لکه زیات کسان یې اغېزمن کړي دي.
مېرمن جین مرازو وایي د کرونا وایرس خطر لا هم نه دی کم شوی. د هاروډ ټي. ایچ. چان سکول آف پبلک هیلت د وبایي ناروغیو د څانګې پروفیسر مایکل مینا بیا وایي د مني یا خزان په را نیژدې کېدو سره "زه تمه لرم چې دا به نور هم شدید شي".
د روغتیا ماهرین وایي په مني او ژمي کې د زکام په ګډون نزله او فلو هم زیاتېږي، وایي سبب یې په بشپړه توګه معلوم نه دی خو وایي دغه وایرس چې د ناروغیو سبب کېږي کېدای شي تر ګرمۍ په سړه او وچه هوا کې زیات خپور شو.
روغتیایي ماهرین وایي که څه هم د نزلې وېکسین لګول ډېر مهم دي خو وایي د دې ضمانت نه شته چې وېکسین اخیستونکي تن ته به د نزلې وایرس نه ور پورې کېږي. د امریکې د ایموري پوهنتون د وېکسین د څانګې یو مشر والټر اورینسټاین وایي:
"د نزلې وېکسین په یو ښه کال کې عموماً د څلوېښت او شپېته فیصده تر منځ اغېزمن دي، بشپړ اغېزمن نه دي خو تر هغه ډېر اغېزمن دي که څوک دا وېکسین نه واخلي".
د امریکې د وېنډربلټ پوهنتون د وبایي ناروغیو پروفیسر ویلیم شېفنر بیا وایي، د نزلې وېکسین په هر حال کې اغېزمن دي، هغه وایي "حتی که چاته تر وېکسین اخیستلو وروسته هم نزله ور پورې شي شاید ډېره شدیده نه وي او ډېره اړتیا پېښه نه شي چې بیړنۍ څانګې ته ورشي، په روغتون کې داخل شي یا یې د مرګ سبب شي".
د وېکسین جوړوونکو کمپنیو مشران وایي تمه لري چې سږ کال به د فلو یا نزلې د وایرس وېکسین د 200 میلینه کسانو لپاره جوړ کړي چې وایي په دومره اندازه یې پخوا نه وو جوړ کړي.