نړیوالو د روهینګیا له مسلمانانو سره د ۶۰۰ میلینه ډالرو مرستې ژمنه وکړه

واشنګټن – نړیوالو مرستندویانو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د روهینګیا له مسلمانانو سره چې وو د نېږدې ۶۰۰ میلینو ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.

د روهینګیا ۸۶۰۰۰۰ مسلمانان درې کاله مخکې له میانمار څخه بنګلدیش ته تښتېدلي وو او بنګلدیش وايي چې دوی یې تر نامعلوم وخت پورې کوربتوب نشي کولای.

د بنګلدیش د بهرنیو چارو وزیر شهریار عالم د مرستندویانو په یوې انلاین غونډه کې وویل، "ستونزه د میانمار له خوا جوړه شوې ده او حل یې هم باید د میانمار لخوا وموندل شي."

هغه زیاته کړه، "په بنګلدیش په داسې یو حالت کې نه دی چې نور د دې بار وړلو ته نور هم دوام ورکړي. د روهینګیا خلک باید خپل هېواد ته څومره ژر چې امکان ولري ولاړ شي."

بنګلدیش د روهینګیا مسلمانانو ته د ۲۰۱۷ کال د اګست له میاشتې کله چې د میانمار د شمالی راخین ایالت څخه وتښتېدل ځای ورکړي.

د روهینګیا مسلمانان وروسته له هاغې تېښتې ته اړ شول کله چې د روهینګیا اورپکو په امنیتي ځواکونو باندې برید وکړ او هغوی بیا د روهینګیا مسلمانانو پرضد پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې د ملګروملتونو لخوا ورته د نژادي ورکاوي نوم ورکړل شو.‌

د ملګروملتونو د کډوالو د څانګې مشر فېلېپو ګرانډې یو ځل بیا دا تکرار کړه چې د روهینګیا لپاره به وروستی هدف دا وي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي خو د سمو حالاتو لاندې.

د ملګروملتونو د کډوالو د چارو ادارې (یو ان اچ سي ار) ویلي، د روهینګیا د مسلمانانو د بېرته ستنېدو لپاره شرایط تر اوسه هم برابر نه دي تر څو دوی په عزت، خوندي ان رضاکاره توګه خپل هېواد ته ستانه شي.‌

د روهینګیا حکومت تر اوسه پورې د ستونزو رېښې نه دې سمې کړي چې په هغو کې د روهینګیا په وړاندې تبعیض او تاوتریخوالی دی او ازاد تحریک ته هم اجازه نه ده ورکړل شوې.‌

ددې ترڅنګ چې ۸۶۰۰۰۰ روهینګایان په بنګلدیش کې دي، تر ۱۵۰۰۰۰ زیات یې په مالیزیا، اندونیزیا او هندوستان کې هم دېره دي.‌

کابو شپږ لکه یې د میانمار په راخین ایالت کې پاتې شوي چې له دغې ډلې څخه ۱۴۰۰۰۰ یې داخلي بې ځایه شوي دي.‌

د زیارت یا پنجشنبې د ورځې د مرستندویانو کانفرانس کې چې د یو ان اچ سي لخوا جوړ شوی وو،‌ امریکا، ‌اروپايي ټولنې او برتانیې هم په کې ګډون کړی وو.

امریکا په دغو نویو اعلان شویو مرستو کې تر ټولو لویه برخه یعنې ۲۰۰ میلیونه ورکړې ده.

د روهینګیا له مسلمانانو سره د ۲۰۱۷ کال راهیسې د مرستو اندازه ۱.۲ بیلین ډالرو ته رسېږي.