دخېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د رکشې نهر اؤ مانسهره کې دجیپ ګړنګ ته د غورځېدو پېښو کې دڅلورو میرمنو په ګډون نهه کسان مړه شوي دي.
دسیمې نه دترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې د ډيره اسماعیل خان د پروا ټانې په حد کې د جهنګي کلي ترڅنګ یوه چنګ چي رکشه کې ۱۰ کسان واده له روان ؤ چې دغه رکشه د ډرائیور څخه په بې قابو کیدو نهر ته ولوئیده.
دپولیسو سرچینې وایي چې په رکشه کې ناست ۱۰واړه کسان په اوبو کې ډوب شوي چې وروسته دسیمې خلکو دڅلورو میرمنو مړي له اوبو راویستي اؤ دوه میرمنې ،یو ماشوم اؤ د رکشې ډرائیور د نیمې بې هوشۍ په حالت کې ژوندي ژغورل شوي دي.
خو سرچینې وایي چې دوه نور ډوب شوي کسان تر اوسه له اوبو نه دي راویستل شوي اؤ لټون یې روان دی.
په عین حال کې دمانسهرې د شنکیارۍ سیمې په سم الهي منګ کلي کې یو جیب ګړنګ ته غورځېدلی چې پکې دیوې میرمنې په ګډون پینځه کسان مړه شوي اؤ څلور نور سخت ژوبل شوي دي.
سیمې نه د ډيوه دخبریال له مخې په دغه پېښه کې ژوبل کسان د مانسهرې کنګ عبدالله اؤ د ایبټ اباد پوځي روغتونونو ته رسول شوي چې د ځېنو حالت پکې مرګونی ښودل کیږي.
دخیبر پښتونخوا په لرې پرتو اؤ په ځانګړي ډول غرییزو سیمو کې وخت په وخت دسړکونو دخراب حالت له امله دغسې پېښې مخې ته راځي چې تر دې دمه پکې په سوونو کسانو خپل ژوند بائیللی دی.
ددې صوبې زیاتره غرییزې سیمې د سړکونو اسانتیاوې نه لري اؤ په غرونو کې په تنګو اؤ کچه لارو خلک په جیپونو اؤ ډاټسنو کې سفرونه کوي چې زیاتره وخت دغه ګاډي له غرونو خوئېږي اؤ مرګ ژوبله پکې رامینځته کیږي.
تیرکال هم په ۱۲مه جولایي دخیبر پښتونخوا په بر کوهستان کامیلا سیمه کې یو ګاډی سیند ته غورځېدلی ؤ چې پکې دیوې کورنۍ ۱۲ کسان مړه شوي اؤ ۴نور سخت ژوبل شوي ؤ.