په مصر کې د یوې هېلې کاپټر په غورځېدو کې شپږ امریکایان او دوه نور وژل شوي دي

واشنګټن – د اسرایل او مصر چارواکي وايي، د امریکا د پوځ یوه بلک هاک څرخي الوتکه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د مصر په سېنای ټاپو کې غورځېدلې چې د شپږو امریکایانو په ګډون پکې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو اته کسان وژل شوي دي.

د سوله ساتو ځواکونو یوه ډله چې د ۱۹۷۹ کال راهیسې د اسرایل او مصر تر منځ د سولې د تړون څارنه کوي وايي، په پېښه کې دوه نور وژل شوي کسان د فرانسې او چک هېوادونو وو.

خو دوی د وژل شویو کسانو د نومونو له څرګندولو څخه د هغوې د کورنۍ تر خبرولو مخکې ډډه کړې ده.

په پېښه کې نهم کس چې دی هم امریکايي دی سخت ټپي شوی دی او د اسرایل یو روغتون ته په الوتکه کې استول شوی دی.

د اسرایل او مصر چارواکو ویلي دي، چې د الوتکې دغه پېښه یوه تصادفي پېښه ښکاري او داسې هېڅ نښه نشته چې په الوتکې دې کوم برید شوی وي.

د چک جمهوریت پوځ د یادې الوتکې غورځېدل د یوې تخنیکي ستونزې له امله بللي دي.

د زیارت په ورځ په یو خپور شوي بیان کې دا هم ویل شوي دي، چې د پېښې په اړه به نورې پلټنې هم وشي.

د مصر یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي دي، چې هېلې کاپټر د مصر له پولو څخه د باندې په سره سمندر کې غورځېدلې ده.

د زیارت یا پنجشنبې د ورځې د الوتکې د غورځېدلو دغه پېښه په روان کال کې د امریکايي پوځ لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه ده.