د امریکا قايم مقام يا سرپرست د دفاع وزير کرسټوفر ميلر ویلي، "مونږ د القاعده پرضد د هغې جګړې ختمولو ته ژمن يو کومه چې القاعده په کال 2001 د امریکا پولو ته راوړې وه او دا جګړه لا ختمه نه ده".
میلر په خپل لومړي پېغام کې ویلي، "مونږ د القاعده او د هغو د ملاتړو ته ماتې ورکولو ته نزدې يُو خو پکار ده چې د دې دپاره د تېر وخت تېروتنې بيا ونه شي".
هغه زياته کړې په دغه جګړه کې يې غټې قربانۍ ورکړي دي او ډېر چې د دې جګړې ستړي دي يو يې هغه هم دی.
ميلر ویلي، دا نازک پړاؤ دی او دوی د مشرتابه څخه د ملاتړ رول پورې د بدلون په حالت کې دي.
هغه دا هم ویلي "مونږ د تلپاتې جګړې خلک نه يُو"، او "ټولې جګړې دې ختمې شي".
د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په نهم نومبر د کرسټوفر ميلر د قايم مقام دفاع وزير ټاکلو اعلان کړی ؤ او په ټويټر يې د مارک اېسپر لرې کولو ويلي ؤ.
کرسټوفر ميلر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن په خپل صدارتي کمپاين کې ويلي ؤ که منتخب شو په افغانستان کې به په کمه شمېره کې پوځ وساتي چې يقيني کړي چې القاعده او داعش امریکا ته خطره نه وي.