طالبان وایي پاکستان سره ښې اړېکې ساتل دافغانستان په ګټه دي

طالبانو افغانستان ته دپاکستان د وزیراعظم عمران خان وروستی سفر مهم بللی اؤ ویلي یې دي دپاکستان په څېر ګاونډي هیواد سره ښې اړېکې لرل دافغانستان دګټو دپاره اړېنې دي.

هغوئ واضحه کړې ده چې که امریکا کې دجوبائیډن نوی حکومت دطالبانو اؤ امریکه ترمنځ دسولې شوی تړون رد کړو نو طالبان به یو وارې بیا دامریکا په وړاندې جګړه پیل کړي اؤ دا جګړه به تر هغې روانه وي چې ترڅو امریکا دافغانستان څخه وتلې نه وي.

دافغانستان خامه پرس سره یوه مرکه کې په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي په دوحه کې له ډیرې مودې وروسته یو ځل بیا دسولې دخپل منځي خبرو په تړاؤ ناستې پیل شوي خو تر اوسه دواړه خواوې کوم توافق ته نه دي رسیدلي.

طالب ویاند ویلي دسولې خپل منځي خبرې کیدای شي چې وخت ونیسي خو هغه هېله من دی چې دا خبرې به یوه مثبته نتیجه ارو مرو ورکړي.

هغه زیاته کړې چې کله دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ هم دسولې تړون کیدلو نو ترهغې وړاندې قابو دوه کاله خبرې اترې شوې وې نو دافغانانو ترمنځ دستونزو هواری به هم یو څه وخت ځکه نیسي چې افغانستان کې دشلو کالو راهسې جګړه روانه ده اؤ دا ټولې ستونزې ختمول وخت ته اړتیا لري.

که څه هم دا وخت په افغان خپل منځي خبرو کې په ځیني نکتو اختلافونه موجود دي او په تشدد کې چټکتیا لیدل کېږي خو افغان حکومت وايي، د طالبانو لخوا د هیواد په بېلابېلو برخو کې د جګړې دشدت له امله به دسولې روانې خبرې نه ختموي.

د افغان ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په دې وروستیو کې خبریالانو ته ویلي وؤ، د طالبانو دتازه ترهګریزو بریدونو باجود هم افغان دولت غواړي چې دسولې خبرې باید دوامداره وساتي.

خو د طالبانو د وروستیو بریدونو راپدیخوا د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد فکر مندي ښودلې, هغه په خپله ټویټرپاڼه ټیره میاشت لیکلي وؤ دا حملې د سولې پروسې ته زیان رسولی شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر اوړمه ورځ دجېنیوا کانفرنس په ترڅ کې خبریالانو ته ویلي وؤ که طالبان د سولې برخه کې د افغان دولت په څېر ژمنتیا وښایي نو هېله ده چې راتلونکو څو اوونیو کې به پرمختګ ولیدل شي.

دطالبانو ویاند افغانستان کې په سمدستي توګه د اوربند احتمال رد کړی اؤ ویلي یې دي چې ترڅو دجګړې لاملونه له منځه نه وي تللی اوربند ګران دی .

هغه ویلي ترڅو چې افغانستان کې دبهرنیانو شتون وي اؤ په وینا یې اشغال نه وي خلاص شوی جګړه به روانه وي.

خو بل لوري ته د ولسمشر اشرف غني ویاند ښاغلي صدیق صدیقي رسینو ته ویلي چې طالبان هسې بهانې لټوي اؤ داسې غوښتنې کوي چې هغه دافغانستان دملي ګټو اؤ د ولس دغوښتنو سره په ټکر کې دي اؤ‌ دولت یې دمنلو صلاحیت نه لري.

دګاونډیو هیوادونو په ځانګړي توګه پاکستان سره داړېکو په اړوند طالب ویاند ویلي تولو ګاونډیو هیوادونو سره غوره اړېکې لرل پکار دي اؤ پاکستان هم دافغانستان ګاونډي هیواد دی چې ورسره غوره اړېکې لرل پخپله د افغانستان په ګټه تمامیږي.

د روان کال د فېبرورۍ په 29 نېټه د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شوی ؤ.

د امریکې او طالبانو د تړون تر مخه امریکا به په 14 میاشتو کې دافغانستان څخه ټول ځواکونه وباسي.

ددې تړون څو میاشتې وروسته د افغان حکومت او د وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د سپټمبر په 12 مه د قطر په سرښار دوحه کې په افغانستان کې د امن دپاره خپل منځه مذاکرات پیل شوي دي خو تراوسه یې کومه غوڅه نتیجه نه ده ورکړې.