د بشري حقونو نړیوالو ادارو په پاکستان کې د احمدیانو وروستۍ وژنې غندلې دي

واشنګټن ــــ د بشري حقونو لپاره کارکوونکو درو ادارو په ګډه په پاکستان کې له احمدي ډلې سره د تړاو لرونکو کسانو هدفي وژنې غندلې دي او د پاکستان پر حکومت یې ټینګار کړی چې د دا ډول وژنو د زیاتوالي "بیړنۍ او بې طرفه پلټنې" وکړي

د بشري حقونو د څار ادارې هیومن رایټس واچ، د بخښنې نړیوال سازمان ایمنیسټي انټرنېشنل او د قانونپوهانو نړیوال کمیشن په یوه خبرپاڼه کې تور پورې کړی چې پاکستاني چارواکو له اوږدې مودې پر احمدیانو له تشدده مخ اړولی دی.

دغو ادارو دا تور هم پورې کړی چې کله کله خو چارواکو پر احمدیانو د بریدونو ستاینه هم کړې ده. په بیان کې ویل شوي چې د پاکستان د قانون له مخې د احمدیانو د مذهبي عقایدو د ازادۍ احترام نه دی شوی.

تازه پېښه په پنجاب کې شوې او یو شپاړس کلن ځوان پر 31 کلن ډاکټر طاهر محمود او د هغه د کورنۍ پر وګړو هغه وخت ډزې پیل کړې وې چې هغوی د کور دروازه پرانیستې پرېیښې وه. په پېښه کې طاهر محمود و وژل شو، پلار او دوه ترونه یې ټپیان شول او بریدګر ونیول شو.

سږ کال په جولای کې له احمدي فرقې سره تړاو لرونکی پاکستاني نسله امریکایي تن د مذهب د سپکاوي په تور د پېښور په عدالت کې دننه په ډزو و وژل شو. د بشري حقونو ادارې وایي پر دې تن برید کوونکی ونیول شو، خو وایي کومو پولیسو چې نیولی وو هغوی ورسره عکسونه اخیستي وو او ځینو خو لا په ګوتو د کامیابۍ نخښې هم جوړې کړې وې.

په بیان کې ویل شوي چې ځایي خلکو پر هغه احمدي تن برید کوونکي ته د اتل درجه ورکړه، د هغه کور ته د مبارکیو لپاره ورغلل او ډېرو وکیلانو خو ورته وړاندیز وکړ چې مقدمه به یې مفته چلوي.

د جولای له هماغې پېښې را وروسته په پاکستان کې څلور نور احمدیان هم په ډزو وژل شوي‌ دي.

د جنوبي اېشیا لپاره د ایمنیسټي انټرنېشنل مشر عمر وړایچ وایي، د دغو هدفي وژنو وروستۍ لړۍ نه یواځې احمدیانو ته ور پېښ خطرونه په ګوته کوي بلکې له دغو پېښو څخه د چارواکو لاتعلقي هم په ډاګه کوي ځکه چې وایي هغوی د دغو احمدیانو په ژغورلو او برید کوونکو ته په سزا ورکولو کې ناکامه دي.

عمر وړایچ وایي د احمدیانو د هدفي وژنو اصل وجه تر ډېره د دوی په خلاف د مذهبي ډلو د مشرانو له کرکې ډکې ویناوې او لیکونه دي.

د پنجاب د پولیسو یو مشر وایي دوی د دا ډول پېښو هراړخیزه پلټنه کوي او ګوري چې آیا دا پېښې په مذهبي بنیاد کېږي او که د شخصي دښمنۍ په بنیاد، ځکه چې وایي هلته ډېرې د تشدد پېښې د شخصي دښمنې په بنیاد کېږي.

د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزیرې شېرین مزاري پر احمدیانو د وروستیو هدفي بریدونو غندنه کړې او وایي حکومت یې په دې برخه کې قانوني ګامونه اخیستي دي.

د وزیراعظم عمران خان د مذهبي همږغۍ ځانګړي سلاکار مولانا طاهر اشرفي هم د احمدیانو د وژنې وروستۍ پېښې غندلې دي او وایي چې د دغو پېښې بشپړه پلټنه به کېږي او د بریدګرو په ضد به قانوني ګامونه اخیستل کېږي.