په پاکستان کې په کورونا د اخته او مړو کسانو شمېر زیات شوی

د پاکستان حکومتي شمېرې ښيي چې په ټولیزه توګه په دغه هېواد کې په کورونا د اخته او مړو شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.‌

د وروستیو شمېرو له مخې، په پاکستان کې له کورونا څخه د مړو شمېر ۲۷ فیصده زیات شوی او ۸۰۲۵ تنو ته رسېږي.

همدا ډول په دغه هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۹۷۰۲۴ او ترې د روغ شویو کسانو شمېر ۳۴۱۴۲۳ ته رسېږي.

په اسلام اباد کې د وزیر اعظم لخوا د کورونا د مخنیوي لپاره د جوړ کړي کاري ځواک (ټسک فورس) مشر ډاکټر عطا الرحمن ویلي،‌ دا مهال یې د کورونا د دوهمې څپې پر مهال تګلاره بدله کړې ده.

هغه وویل، له نیمه لاک ډاون څخه یې موخه داده چې غریب ولس د بې روزګارۍ په پایله کې له بدې ورځې څخه وساتي خو ددې لار د خپلولو په نتیجه کې به مونږ له زیاتو ناروغانو او زیاتو مرګونو سره مخ کېږو.

بلخوا د امریکا د خیر ښېګڼې نړیوالې ادارې (USAID) له لوري د خیبر پښتونخوا حکومت ته ۴۵ د مصنوعي ساه اخېستلو ماشېنونه (وینټېلېټرز) سپارل شوي‌ دي تر څو د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د کورونا له سختو ناروغانو سره چې د ساه اخېستلو له ستونزو سره مخ دي مرسته وشي.
تر دې وړاندې د یادې صوبې په زیاتره برخو کې ددغو ماشېنونو د کموالي له امله د کورونا د سختو ناروغانو درملنه ډېره ستونزمنه وه.

روغتیا پوهان وايي، دا ځل د کورونا د دوهمې څپې په مهال د ناروغۍ د خپرېدو اندېښنې نورې هم زیاتې شوې دي.
په پاکستان کې د روان سیاسي اړي ګړي له امله د مخالفو او حکومتي ګوندونو لخوا د احتیاطي ګامونو اخېستل کم رنګه ښکاري او ددې ترڅنګ په ولسی کچه هم په بازارونو، لارو او موټرو کې هغه‌ ډول احتیاط نه لیدل کېږي له څنګه چې د لومړۍ څپې پر وخت لیدل کېده.