د افغانستان په پلازمينه کابل ښار کې نن د خالي/ شنبې په سهار راکټې ویشتل شوي چې پکې د کورنيو چارو وزارت د يو تن د وژل کېدو او بل ژوبلېده تاييد کړي دي.
د کورنيو چارو د وزارت وياند طارق ارين ويلي د ابتدايي راپور ترمخه څلور راکټې د لبېجار علاقې څخه ويشتل شوي په دوؤ کې کوم تاوان نه اوښتی خو د خواجه رواش په علاقه کې راکټې په ابادۍ لګېدلي يو تن پکې وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.
د ځايي ميډيا ترمخه راکټې د يو ولاړ موټر څخه ويشتل شوي دي.
دوه راکټې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر سره نزدې لګېدلي او دوه خواجه رواش کې لګېدلي دي.
ځاي ميډيا د عېني ګواهانو له قوله وايي شپږ راکټې ويشتل شوي دي.
د راکټو ويشتو زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.
په 21م نومبر هم په کابل کې د 14 نه زياتې راکټې توغول شوي چې پکې لږ تر لږه اته تنه وژل وژل شوي وو.
طالبانو ویلي ؤ د 21م په راکټو ويشتو کې د دوی کوم لاس نه ؤ.