افغان حکومت: په پاکستان کې د طالبانو د مشرتابه او جنګیالیو پر شته والي اندېښمن یو

واشنګټن ــــ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په داسې وخت کې چې د بین الافغاني خبرو دویم پړاو به په لسو ورځو کې پیلېږي په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو او جنګیالیو پر شته والي‌ اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا د سولې خبرو ته ستونځې جوړولای شي.

افغان حکومت ویلي د پاکستان پر خاوره د طالب جنګیالیو او د هغوی د مشرانو ښکاره موجودګي په څرګنده توګه د افغانستان د خپلواکۍ خلاف عمل دی.

د بهرنیو چارو وزارت دا بیان د هغې ویډیو په غبرګون کې خپور کړی چې د طالبانو د قطر دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال ملا عبدالغني بردار پکې یو شمېر خلکو ته وینا کوي او په یوه برخه کې یې وایي چې دوی د قطر خبرې هلته یعنې په پاکستان کې د خپلو مېشتو مشرانو په سلا مشوره کوي.

د پاکستان حکومت او د طالبانو سیاسي دفتر د دې ویډیو په اړه په رسمي توګه څه نه دي‌ ویلي او نه یې دا ویلي چې ملا عبدالغني بردار د خپل سفر په مهال د پاکستان کومو ښارونو ته سفر کړی او له چا سره یې لیدلي، خو افغان رسنۍ وایي ملا برادر په ویډیو کې دا خبرې "د کراچۍ په یو روغتون کې ټپي طالبانو ته" کړې دي.

د افغانستان خارجه وزارت په بیان کې هغې ویډیو ته هم اشاره کړې چې پکې یو طالب مشر په یوه وچه صحرا کې د ځانمرګو بریدګرو په یوه رونیز کېمپ کې له هغو ځوانانو سره ویني چې د جنګ روزنه ورکول کېږي او پر دې سخته اندېښنه څرګنده کړې ده خو تر اوسه دا نه ده تایید شوې چې دا ویډیو د کوم وخت او کوم ځای ده.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه ټویټ کې په دعوې سره ویلي وو، چې "ملا برادر په کراچۍ کې درې کارونه کړي: یو دا چې د کراچۍ په یوه سرکاري روغتون کې یې له هغو ‌ټپي طالب ترهګرو سره لیدلي چې بې له ویزې هلته دي، بل دا چې د ترهګرو د هڅونې لپاره د هغوی روزنیز کېمپ ته تللی او درېیم دا چې په دې پړاو کې د طالبانو د ملاتړ په خاطر د پاکستان د حکومت مننه کړې ده".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي، په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو او نورو غړو شته والی به په سیمه کې روان بحران او ناارامۍ ته دوام ورکړي او وایي دا به په افغانستان کې د دوامداره سولې لپاره روانې هڅې هم له ناکامۍ سره مخ کړي.

افغان حکومت تل دعوه کوي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي خو پاکستان او طالبانو تل دا دعوې رد کړې دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر پاکستان ږغ کړی چې د ورانکارو له خوا دې د افغانستان په ضد د خپلې خاورې د کارولو مخه ونیسي.

وزارت په ټینګار له پاکستانه غوښتي چې په دې هېواد کې د ورانکارو او ترهګرو خوندي پناه ځایونه بندول په افغانستان کې د روانې شخړې د ختمېدو او سولې لپاره ډېر ضروري دي، خو پاکستان یې لا دغو غوښتنو ته څه جواب نه دی ویلی.

د طالبانو د قطر دفتر یو لوړپوړي پلاوي تېره اوونۍ د ملا عبدالغني بردار په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ، چې هلته یې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قرېشي او وزیراعظم عمران خان سره ولیدل، خو طالبانو بیا دا اعلان تر اوسه نه دی کړی چې پلاوی یې بیرته قطر ته ستون شوی که لا هملته په پاکستان کې دی.

د طلوع نیوز د خبر له مخې طالبانو ته نیژدې سرچینو ویلي چې د پاکستان د سفر په مهال ملا عبدالغني بردار د خپلې ډلې له اعلی پوځي قومندانانو سره هم لیدلي او په افغانستان کې د جګړې د کمولو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.