ایمل ولي:هیڅ بېڅه نیول اؤ ځورؤل به په پښتنو کې اشتعال پیدا کړي

عوامي نیشنل ګوند دپښتون غورنې غورځنګ دفعال مشر ډاکټر سیدعالم مسید دنیول کیدو سخته غندنه کړې اؤ ویره یې څرګنده کړې ده چې دپښتنو بیځایه نیول اؤ‌ ځورؤل به په هغوئ کې اشتعال پیدا کړي.

دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا صوبې صدر ایمل ولي خان د نهې په ورځ پخپل یو بیان کې ویلي دپښتنو وژنې، نیونې اؤ دهغوئ سره کیدونکی چلند د زغم وړ نه دی اؤ دا هرڅه دملک اؤ قام دپاره په زیان تمامیږي.

ایمل ولي خان ویلي دپښتنو د تنګولو اؤ ځورؤلو دپاره باید دسرکاري وسیلو اؤ دولتي واک د ناجائزه استفادې څخه ډډه وکړل شي ګنې دا عمل به خطرناک ثابت شي.

ډاکټر سیدعالم محسود تیره شپه په پېښور کې پولیسو دهغه د کور نه نیولی اؤ نامعلوم مقام ته بوتلل شوی چې دپښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ددې عمل په کلکه غنډنه کړې اؤ وایي حکومت اؤ ریاستي ادارې اوس دپښتنو دحقونو دپاره هر پورته کیدونکی غږ دجبر،تشدد اؤ ګرفتاریو دلارې غلی کول غواړي.

ایمل ولي خان هم ویلي چې د ډاکټرمسید دپښتنو یو موثر اواز دی اؤ هغه پښتنو ته پېښې ستونزې په ګوته کوي چې نیول یې دغندنې وړ عمل دی.

هغه ویلي د پښتنو دتنګولو پځائ باید هغوئ دخپلو ټولو حقونو په ورکولو کې کردار ادا کړل شي اؤ حکومت ته پکار دي چې دهیواد وګړو ته دهغوئ په ائیني حقونو ورکولو کې سنجیدګي وښايي.

تیره ورځ وي او ای ډيوه سره خبرو کې دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین هم ویلي وؤ "د دوه نيمو کالو راهسې د پي ټي اېم د مشرانو او غړو نيول روان دي، دوی د پښتنو په خاوره د جوړ شوي جنګ او د دوی سره د شوؤ ظلمونو پرضد غږ پورته کړو او غوښتنې يې وکړې او دغو غوښتنو ته هر چا جايزې وويلې"خو بیا هم د دوی نیونې روانې دي.

له دې وړاندې د پي ټي اېم په مهمو مشرانو کې په کراچۍ کې علي وزير چې د پي ټي اېم مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی دی، بندي دی، او هغه سره د کراچۍ د پي ټي اېم دوه نور مشران نور الله ترين او محمد شېر مسيد او څلور نور تنه هم بندي دي.

پي ټي اېم وايي ټول د لسو پورې کسان يې بندي دي.

د پېښور په شر قۍ تاڼه کې په درېمه جنورۍ درج شوې مقدمه کې تور لګول شوی چې سيد عالم مسيد، اېم اېن ای محسن داوړ، اېم پي ای ميرکلام وزير او نور 60، 70 کسان د پرېس کلب مخې ته راټول شوي وؤ اؤ د اېم اېن ای علي وزير او نورو د خوشي کولو دپاره یې مظاهره کوله او په دغه مهال يې د پاکستان د رياست، پوځ او حکومت پرضد د راپارولو او کرکې خورولو هڅه کوله، ځکه د دوئ پرضد مقدمه درج شوې ده.