د امریکې د جورجیا ایالت د دوو څوکیو په ګټلو ډیموکرېټ ګوند د سېنټ واک تر لاسه کړ

واشنګټن ــــ د امریکې په جورجیا ایالت کې د سېنټ دوې څوکۍ د نهې- سه شنبې په ورځ د انتخاباتو د لومړنیو غیرسرکاري نتیجو له مخې د ډیموکرېټ ګوند دوو امیدوارانو رافیل ورنوک او جان اوسوف ګټلې دي.

د سېنټ پر دویمه څوکۍ د رایو شمېر نن د شورو- چارشنبې په ورځ تر ناوخته نه وو بشپړ شوی، چې د ریپبلکن ګوند د سنېټر ډېویډ پرډیو او د ډیموکرېټ ګوند د امیدوار جان اوسف تر منځ پرې مقابله وه.

د دوی دواړو د ووټونو تر منځ ډېر توپیر وو خو د اسوشیېټیډ پریس د خبر له مخې دا څوکۍ جان اوسوف ګټلې او نوي منتخب صدر جوبایډن د جورجیا ایالت د ډیموکرېټ ګوند دواړو امیدوارانو ته د کامیابۍ مبارکي ویلې ده:

"زه د جورجیا خلکو ته مبارکي وایم چې د نومبر غوندې د خپلو دوو نویو سنېټرانو د ټاکلو لپاره په لوی شمېر کې را ووتل".

تر اوسه چې کومې غیرسرکاري نتیجې مخې ته راغلې دي د هغه په بنیاد د ریپبکن ګوند جان اوسوف د خپل سیال امیدوار په نسبت څو زره رایې زیاتې اخیستې دي.

د امریکې په سل کسیز سېنټ کې دا مهال د واکمن ریپبلکن ګوند 50 او د ډیموکرېټ ګوند 48 څوکۍ دي.

که ډیموکرېټ ګوند د جورجیا ایالت دواړه څوکۍ وګټي نو له دې سره به یې د څوکیو شمېر د ریپبلکن ګوند د څوکیو برابر شي. په داسې حالت کې به د نوې ټاکل شوې مرستیالې ولسمشرې کاملا هېریس ‌رایه په هر ډول قانون سازي کې فیصله کن وي چې له اصولو سره سم به د سېنټ د غونډې مشري کولای شي.

ډیموکرېټ ګوند دا مهال په استازو جرګه کې تر ډیموکرېټ ګوند زیاتې څوکۍ لري، د جورجیا د سېنټ د دواړو څوکیو له ګټو سره به دغه ګوند د کانګرس په دواړو پارلمانونو کې اکثریت څوکۍ ولري.

د کانګرس په دواړو پارلمانونو کې د ډیموکرېټانو د اکثریت ګټه به نوي منتخب صدر جوبایډن ته وي او هغه به په اسانه د هغوی معاملاتو په اړه د قوانیو جوړولو جوګه شي چې د انتخاباتو د کمپېن په مهال یې له خلکو ژسره ژمنې کړې وې.

خو که ریپبلکن ګوند په جورجیا ایالت کې د سېنټ یوه څوکۍ وګټي نو په سېنټ کې به اکثریت څوکۍ ولري چې د کارپوهانو په وینا دا به د نویو قوانینو په جوړولو کې منتخب صدر جوبایډن ته ستونځې جوړې کړي.