دکرونا وایرس دلاسه بندیزونو پاکستان کې روزګارونو ته څومره زیان اړولی دی؟

دپاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختيا کمېشن د شمارياتو د ادارې د يوې نظر پوښتنې په اساس وايي چې هېواد کې د کرونا واېروس د مخنوي لپاره د پرځاې کړل شوؤ بندېزنو له کبله دوه کروړه ،7 لکه او 60 زره خلکو روزګار او معاش اغېزمنه شوې. خو تېرکال د جولایي د مياشتې ورسته د کاروباري هلو ځلو د بيا بحالۍ سره سم د دغو خلکو لويه شمېره دوباره په کار شوې ده.

اقتصاد پوهان وايي حکومتي شمیرې اکثر ناسمې خېژي او تر څو چې د هېواد د اقتصاد د ودې کچه تر شپږ فيصدي نه وي رسېدلې نو د زوړ روزګار بحالي او نوې روزګار پېدا کېدل ګران دي.

اخوا دخېبر پښتونخوا د وړې او ميانه درجې د صنعتونو مشر سجاد خان وايي د کرونا واېروس د بندېزونو له کبله کارخانې د دوه وخته کار پځائ یو وخت کار ته مجبوره شوي دي او که د اقتصاد دا موجوده حال هم داسې روان پاتې کېږي نو يو وخت کار به هم بند شي.

هغه وایي ددې لامل يواځې کرونا واېروس نه دي بلکې د بجلۍ په نرخونو او ټیکسونو کې بې درېغه اضافي هم کار روزګار اغېزمن کړې دې.

دپاکستان مرکزى بینک په روان مالي کال کې د جي ډي پي د شرحې د 1.5 فيصدي نه تر 2.5 پورې د زياتېدو اټکل کوي خو دا وېره هم لري چې د کرونا واېروس دوېمې چپې له کبله د هېواد اقتصاد ته د اوړېدونکي نقصان امکان نه شي ردولې.

تېر مالي کال کې د هېواد د اقتصاد د ودې کچه 0.4 فيصدي ته راغورځېدلې وه

مطبوعاتي رپورټونه د پاکستان د منصوبه بندۍ د کمیشن له قوله وايي چې د کرونا واېروس د وبا د پېلیدو مخکې د هېواد دننه د لس کاله او ددې نه د زيات عمر 35 فيصدي يعنې 5 کروړه، 57 لکه او 40 زره خلک په کار روزګار بوخت وو.

خو د بندېزنو پرځائ کیدو سره د کاروباري هلو ځلو د ودرېدو له امله دا کچه 22 فيصدي يعني 3 کروړه، 50 لکه او 40 زره ته راښکته شوه.

د منصوبه بندۍ کمېشن د پاکستان د شمارياتو د محکمې د يوې نظرپوښتنې په حواله وايي ددې مطلب دا دی چې په هېواد کې نيزدې دوه کروړه او 60 لکه ابادي د بندیزونو له کبله اغېزمنه شوې ده.

ورځپاڼه ډان وايي پرون د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختيا د چارو وزير اسد عمر په مشرۍ ترسره شوې غونډه کې ډاډ ښودل شوی چې دتېر کال جولاىي مياشتې وروسته یو ځل بیا په هېواد کې کاروباري هلې ځلې او ورسره کار روزګار بحال شوی او 33 فیصدي يعنې 5 کروړه، 25 لکه او 60 زره خلک بيا په کار شوي دي.

دغه غونډې ته دا هم ویل شوي چې د کرونا واېروس د لاک ډاون له کبله د 1 کروړ ،70 لکه او 70 زره کورونو معاش اغېزمن شوی ؤ.

که څه هم حکومت د روزګار او کاروبار د بحالۍ دعوه کوي خو اقتصاد پوهان وايي د حکومت دا دعوه په مارکیټ کې د روزګار د صورتحال سره سمون نه خوري.

د مردان پوسټ ګرېجوېټ کالج پرنسپل او د معاشياتو استاد ډاکټر منظور ډيوه ته وايي ساده اصول دي چې که د ېو هېواد اقتصاد د شپږ فيصدي کچې سره وده کوي نو هله روزګار پېدا کېږى.

هغه وايي د پاکستان اقتصاد ودې شرحه یا کچه دا وخت 0.4 ده او داشرحه د روزګار پېدا کولو سوب نه شي جوړېدی.

د پاکستان مرکزى ببنک په روان مالي کال کې د هېواد په اقتصاد کې د 1.5 نه تر 2.5 پورې د ودې اټکل کړی او دا شرحه تېر کال 0.4 وه.