په سپريم کورټ کې د پوځي عدالتونو دننه د ملکي وګړو په ضد د مقدمو چلول کېدو په اړه بېلابېلو خواستونو باندې د اووه کسيزه بېنچ یو قاضي ویلي د چا د اورېدو پرته سزا نه شي کېدی. عدالت د دفاع د وزارت وکيل څخه په پوځي عدالتونو کې د مقدمو رېکارډ هم غوښتی دی. تفصيل د اسلام اباد نه د ارشد حسېن په رپورټ کې:
د پاکستان حکومت ویلي په تېرو پينځو کلونو کې د ساېبر جرمونو سره تړلو مقدمو کې د سزاګانو کچه د پینځه فيصد نه کمه وه. قانون پوهان او د ډېجټل حقونو فعالان وايي حکومت د سایبر جرمونو د مخنیوي قوانین ولس ته د انصاف ورکولو پرځای د تنقيدي اوازونو د غلي کولو لپاره کاروي. تفصیل د ارشد حسېن په رپورټ کې:
د کورنیو چارو وزارت چارواکو د دې يو شمېر علتونه په ګوته کوي چې په کې د توان ستونزې او ورسره په خلکو کې د ساېبر قوانینو او د تحقيقاتي اېجنسيانو په اړه مالوماتو کمې شامل دې.
د پاکستان سپريم کورټ کې د پوځي عدالتونو دننه د ملکي وګړو په ضد د مقدمو چلول کېدو په اړه اورېدنه کې د دفاع د وزارت وکيل عدالت ته ويلي، چې د نهمې مې د پېښو سازش جوړونکي يا د ماسټر ماېنډ خلاف مقدمه به هم په پوځي عدالتونو کې چلول کېږي؟.
په پاکستان کې په زوره د بې درکه کسانو د قضيو دپاره جوړ حکومتي کمېشن د کال 2024 په اړه رپورټ کې ویلي، تېر کال د کمېشن سره د جبري لا درکيو ټول 379 نوي کېسونه درج شوي، خو د ورکو بلوڅانو د حقونو فعالان وايي تېر کال يوازې په بلوچستان صوبه کې د درېو زرو څخه زیات کسان په زوره ورک کړل شوي دي.
د پاکستان د سپريم کورټ جج جسټس جمال مندوخېل په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو ضد قضيي د فيصلې پرضد د اپيلونو د اورېدنې په وخت سوال راپورته کړی چې د دفاع وزارت انتظامي يا اېګزېګټيو اداره ده او که خلاف یې يو جرم وشي نو ايا هغه په خپله جج جوړېدی او فيصله کولی شي؟.
د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکي یو تنظيم ویلي، په پاکستان کې د تېرو پينځو کلونو دوران ماشومانو سره د جنسي تېريو 5398 پېښې رپورټ شوي دي. دا شمېرې ښيي چې په دې هېواد کې هره ورځ نزدې درې ماشومان د جنسي زور زياتي ښکار کېږي. نور حال د اسلام اباد نه د ارشد حسېن په رپورټ کې:
د غېر دولتي تنظيم سسټېن اېبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن اېګزېګټو ډاېرېکټر سيد کوثر عباس وايي دا د ماشومانو سره د جنسي تېريو هغه پېښې دي چې رپورټ شوي او له دې پرته په زرګونو داسې پېښې به وي چې رپورټ شوي نه دي.
په پاکستان کې په جبري توګه د بې درکه شويو کسانو د موندنې او حقونو لپاره کار کونکي غېر دولتي تنظيم ډېفنس اف هيومن راېټس په خپل کلني رپورټ کې ويلي، په کال 2024م کې هم 19 کسان په زوره بې درکه کړل شوي او يو کس د حراستي مرکز دننه د عدالت څخه ماورا يا عدالت نه لرې وژل شوی دی.
په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ او د تحفظ لپاره کارکوونکي تنظيمونه او صحافيان وايي په پاکستان کې 2024 د خپلواکه او پېشه ور خبريالانو دپاره يو سخت کال وو او د تېر په څېر په دې کال کې هم د صحافتي ازادۍ مخالفين لا نور مضبوط شوي دي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
پاکستان کې د صحافيانو د تحفظ لپاره په کال 2021 کې په وفاقي کچ او په سيند صوبه کې جلا جلا قوانين جوړ کړې شوي دي خو پدغو قوانینو عملي نفاذ کې تاخیر او غېر موثره پرمختګ د صحافيانو د تحفظ ستونزې لا نورې پېچلې کړي دي
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ترمخه د کال 2024 په تېرو لسو میاشتو کې د ترهګرۍ تر ټولو زياتې 948 پېښې په خېبر پښتونخوا صوبه کې رامنځته شوي دي چرته چې د 573 امنیتي سرتېرو په ګډون په کې 924 کسان وژل شوي دي.
د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختيا وزير احسن اقبال د چين د دورې په مهال په پاکستان کې د وژل شوو چينايي انجنېرانو په مړينه د هغوی سره خواخوږي څرګنده کړې او ټينګار يې کړی، د ترهګرۍ د دا رنګه پېښو مقصد د سي پېک منصوبې بې ثباته کول دي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې:
د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختيا وزير احسن اقبال د چين د دورې په مهال په پاکستان کې د وژل شوو چينايي انجنېرانو په مړينه د هغوي سره خواخوږي څرګنده کړې او ټينګار يې کړی، د ترهګرۍ د دا رنګه پېښو مقصد د سي پېک (پاک چين اقتصادي راهداري) پروژې بې ثباته کول دي.
د پاکستان سپريم کورټ د زيارت په ورځ د وفاقي حکومت څخه تېر کال په پوځي ودانيو د حملو د پېښو په تړاو د مې په نهمه او لسمه د درج شوو مقدمو، اېف آی آرز تفصيلات غوښتی دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېشن اېچ ار سي پى هم د پښتنو په نيولو او په نسلي بنيادونو د هغوي په هدف کولو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او په ایکس رسنۍ یې خپل بیان کې د اسلام اباد په پوليسو غږ کړی چې باید له داسې کړنو ډډه وکړي چې د هېواد د بېلابېلو اوسیدونکو ترمنځ د ویش سوب ګرځي
د پاکستان د خزانې مرکزي وزارت او د شمارياتو وفاقي ادارې په ملک کې د ګرانۍ د کمي دعوې کړي خو عام خلک وايي، هیڅ ارزاني نه ده راغلې او اقتصاد پوهان وايي، د سود په شرحه کې کمی او چې اقتصاد وده وکړي نو د هغې وروسته به امدن سېوا کيږي.
د چين قونسل جنرل يانګ يوندوګ زياته کړې ده چې د پاکستان او چين تعلقات تاريخي او سټراټيجکي اهمیت لري او په چينايي وګړو حملې د دواړو ملکونو په يو بل اعتماد نه متاثره کوي
نور کتل