په ټوله نړۍ کې جمهوریت، شهري ازادۍ او بشري حقونو ته په ورپېښو خطرو نظر لرونکي غېر دولتي نړیوال تنظیم فريډم هاوس په خپل کليز رپورټ کې ويلي، د جمهوري او شهري ازاديو په لحاظ پاکستان په جزوي توګه ازاد هېواد دی او پاکستان په نړيواله درجه بندۍ کې درې درجې نور لاندې راغلی دی.
د فريډم هاوس اوسني رپورټ ته پاکستان تراوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ويلی، خو د دې هېواد د قانون وزیر ملګرو ملتونو ته ويلي، هيواد یې د بشري حقونو د ساتنې لپاره قوانین جوړ کړي دي.
د فرورۍ په 26مه جنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل غونډې ته په وينا کې د قانون مرکزي وزير سېنېټر اعظم نذیر تارړ ويلي، بشري حقونو ته د ودې او تحفظ ورکولو هوډ تکرار کړی او ويلي دي چې اسلام اباد په تېره لسيزه کې د بشري حقونو په اړه نزدې 70 قوانین منظور کړي دي.
په واشنګټن کې موقعيت لرونکې غېر دولتي تنظيم فريډم هاوس په رپورټ کې د پاکستان په اړه زیاتره نيوکې په کال 2024م کې ترسره شوو انتخاباتو او د مذهبي لږکیو د صورتحال په حواله شوي او ويلي يې دي، که څه هم په دې هيواد کې په باقاعدګۍ سره ګڼ ګونديزې ټاکنې کېږي خو پوځ په 2024م کال کې د حکومت او پاليسيانو په جوړولو کې غېر معمولي نفوذ کارولی وو.
پاکستان کې هم تل په پوځ په سياست کې د لاسوهنې، حکومتونو جوړولو او غورځولو تورونه لګي.
د پاکستان مخکيني پوځي مشر جنرل (ر) قمر جاوېد باجوه د ريټايرډ کېدو نه څو ورځې وړاندې ويلي وو، پوځ د 70 کالو راهسې په سیاست کې لاسوهنه کړې خو پوځ نوره فيصله کړې چې په راتلونکي کې به په سياست کې لاسوهنه نه کوي.
د سياسي چارو څېړونکي وايي په پاکستان کې حکومت مخالفه سياسي ډلې د سياسي فعاليتونو ازادي نه لري.
د سياسي چارو کارپوه عدالهادي مايار وايي، "د سياسي ازاديو چې کوم حال دی نو هغه خو په 26م نومبر چې په اسلام اباد کې د تحريک انصاف په جلسه باندې کومې ګولۍ وورولی شوې نو د هغې نه د سياسي ازاديو حال معلوم شو، نن هم په پوره پنجاب، سيند او بلوچستان کې تحريک انصاف ته د جلسې او جلوسونو اجازت شته او نه ورته د کوم تحریک چلولو اجازت شته".
د پاکستان د مرکزي حکومت وزیرانو ويلي وو، په 26م نومبر تحريک انصاف ګوند په اسلام اباد حمله کړې او اړی ګړی یې جوړ کړی وو.
د فريډم هاوس په دې اوسني رپورټ کې د مذهبي او نسلي اقلييتونو په اړه د تېرو رپورټونو په څېر دا ځل هم په پاکستان تنقيد شوی او ويل شوي، چاراکو زياتره وختونو کې په شهري ازاديانو ځانګړي بنديزونه لګولي او مذهبي عسکريت خوښي، رياست د مذهبي لږکیو او مخاليفينو پرضد حملې کړي دي.
په پاکستان د احمدي ټولنې وياند عامر محمود وايي په دې هېواد کې د احمدي ټولنې په ضد رياستي او غېر رياستي جبر کې اضافه شوې او تر دې چې پولیس د يادې ټولنې د قبرونو او عبادت خانو په نړولو کې د خلکو مرسته کوي.
د احمدي ټولنې وياند عامر محمود وايي، "کال 2024م کې د احمدي ټولنې څلور کسان د عقيدې په بنياد وژل شوي او د کله راهيسې چې د کال 1984م امتيازي قوانین راغلي نو د هغې راپدېخوا تر ننه پورې 285 کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي دي".
تېر کال امریکا ويلي وو، په 2023م کال کې پاکستان کې د بشري حقونو حالت نه وو بدل شوی.
خو پاکستان ویلي وو، د بشري حقونو دپاره د خپل چوکاټ کوټلي کولو، د نړیوالو بشري حقونو ايجنډې ته د ودې ورکولو، او په بشري حقونو بحث ته ژمن دی.
د فريډم هاوس په رپورټ کې دعوه شوې، د پاکستان پوځ د ميډيا په ويرولو او د طاقت په غېر قانوني استعمال باندې د ځواب کولو څخه ازاد دی.
خبريالان وايي په پاکستان کې چې حکومت د مطبوعاتو ازادۍ د قابو کولو لپاره کوم کار پېل کړی وو، هغه سږکال د پيکا په قانون کې د بدلون د لارې بشپړ کړل شو.
خبریال مطعي الله جان وايي، "د دې قانون د راتګ وروسته نه يوازې صحافي بلکې د پاکستان هر وګړی، قانون دان، جج، او ډاکټر اوس د خپلې رايې اظهار نه شي کولی".
د پاکستان حکومت په هيواد کې مطبوعاتو باندې د قدغن لګولو تورونه په تکرار سره ردوي او وايي د پيکا په قانون کې دا وروستي بدلونونه د صحافتي ازادۍ په خلاف نه بلکې د دې مقصد د جعلي خبرونو مخه نيول دي.
(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبریال فضل عزيز شريک کړي)
Forum