په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد قامي ادارې نېکټا وېلي چي حکومت په هېواد کې د عسکريت خوښۍ اؤ تندلاریتوب د مخنیوي اؤ د امنيت د ټينګښت لپاره د نېټکا لخوا جوړه کړې تګلاره په رسمي توګه منظور کړې ده.
څېړونکي وايي ،باید حکومت له نوې تګلارې وړاندې د ترهګرۍ او سخت دریځې ضد په کال 2014 کې د اعلان کړل شوي نېشنل اېکشن پلان د ناکامۍ وجوهات ښکاره کړي.
د پاکستان مرکزى حکومت د عسکريت خوښې او تندلاريتوب پرضد دا قامي تګلاره په داسې حال کې اعلان کړې چې حکومت او نور مخالف سياسي ګوندونه مني چې په هېواد کې کال 2014م کې د ترهګرۍ او تندلاريتوب خلاف د نېشنل اېکشن پلان د جوړښت باوجود ترهګري او سخت دریځي نوره سېوا شوې ده.
د پاکستان د سرکاري رېډيو د خبر ترمخه د عسکريت خوښۍ او سخت دریځۍ د مخنيوي په اړه ددې نوې تګلارې اعلان د نېتکټا ډاېریکټر جنرل ډاکټر خالد چوهان د جمعې په ورځ اسلام اباد کې يوه دستوره کې کړی دی.
دغه دستوره د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د مخنیوي ادارې او اسلامک ريسرچ انسټيټيوټ په مرسته راجوړه کړې شوې وه.
د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه په دې موقعه د نېتکټا د څېړنيزې څانګې ډاېریکټر دياب ګېلاني ددې نوې تګلارې لومړيتوبونه په ډاګه کړل چې په کې امن ته وده ورکول، د مواصلاتو موثره استمال، تعليمي اصلاحات او د بحالۍ نظام پراخول مهم ټکي دي .
کارپوهان وایي د ترهګرۍ او تندلاريتوب پرضد د پاکستان د جګړې 25 کاله وشول خو د بده مرغه حکومت اوس ددې ضد تګلاره جوړوي.
د امنیتي چارو څېړونکی عبدالله خان ډیوه سره خبرو کې وایي،مونږ د ترهګرۍ ضد د پارليمان په ملاتړ د نېکټا، نېشنل سيکورټي ډويژن او سي ټي ډي په ګډون داسې نورې ادارې جوړې کړي دي خو د ددې ترڅنګ مو اېپکس کمېټيانې هم جوړې کړي دي کومې چې هېڅ قانوني حېثيت نه لري خو بيا هم ټولې پرېکړې هلته کېږي.
هغه وایي،حکومت چې کله نېټکا په يوه موثره اداره کې بدله کړي نو هله به دا تګلاره کاميابه شي.
پاکستان کې د ترهګرۍ وروستۍ پېښې
په دې ورستیو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ او سخت دریځې په پېښو کې يو ځل بيا اضافه شوې ده او د څېړنيزې ادارې پاکستان انسټوټېوټ فار کنفلیکټ اېنډ سکورټي سټډیز په تازه رپورټ کې ویل شوي چې د کال 2025م په اولنۍ مياشت جنورۍ کې په ګرد هیواد کې 74 ترهګريز بريدونه رېکارډ شوي دي.
د رپورټ ترمخه په دې بریدونو کې 91 کسان وژل شوي دي چې 35 پکې امنیتي عسکر، 20 ملکي وګړي او 36 وسله وال شامل دي.
د رپورټ ترمخه دا شمېرې ښيي چې د تېر کال د دسمبر پرتله په ترهګریزو بريدونو کې 42 سلنه اضافه شوې ده.
څېړونکي وايي په بشپړه توګه د ترهګرۍ د نوغي ویستلو لپاره اړینه ده چې د پاکستان رياست تګلارې په عمل کي وښيي.
څېړونکی اؤ د پېښور پوهنتون استاذ ډاکټر سيد عرفان اشرف وایي،تر څو چې د پاکستان رياست د افغانستان خپلواکي نه وي منلې، د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا څخه تلونکي لارې نه وي پرانستل شوې، د صوبې اقتصاد یې نه وي بحال کړی، د خلکو رايو ته یې غوږ نه وي نه وي نیولی او پارليمان یې نه وي بحال کړی نو د ترهګرۍ ضد د نېکټا پاليسۍ نه شي بريالۍ کېدای.
پينځه مياشتې وړاندې د نېشنل اېکشن پلان د سيوري لاندې تر سره شوي د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د ترهګرۍ ضد عزم استحکام په نوم د عملیاتو پېل کولو اعلان کړی و خو وروسته بیا په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې سیاسي ګوندونو اؤ مدني ټولنې ددغو عملیاتو سره سخت مخالفت وښودلو.
Forum