“تاسو دې پخپله دپاپا جونز پیزې خورئ اؤ مونږ به په چائیو،اوبو تیرباسئ ، دا خو زیاتی دی دا میلمستیا نه ده” دا دپي ډي ایم دمشر مولانا فضل الرحمان دخولې وتلې هغه طنزیه جمله ده چې پاکستان کې په ټوئټر ټاپ ټرینډ جوړ شوی اؤ ۴۷زرو نه زیاتو کسانو په دې هکله په ټوئټر خپل ټوئټونه کړي دي.
دیو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې داپوزیشن ګوندونو ائتلاف پېنډۍ کې دپوځي مرکز مخې ته احتجاجي پرلت دپاره تلل غواړي دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال بابر افتخار تیره ورځ ویلي وؤ” که هغوئ راتلل غواړي نو مونږ به پرې چائ، اوبه وڅښو”
په ظاهره خو دپوځي ویاند خبره پینډۍ کې داپوزیشن ګوندونو دمیلمستیا یا د درناوي ده خو پاکستان کې مدام تاڼې، جیل یا زندان ته دچا داچول کیدو یا ځورؤلو دپاره هم طنزاً د “میلمستیا” کلیمه کارؤل کیږي.
دمولانا فضل الرحمان په مشرۍ داپوزیشن ګوندونو ائتلاف پي ډي ایم په دې وروستیو کې پئیلې ده چې پینډۍ کې دپوځی مرکز مخې ته داحتجاجي پرلت دپاره ځي اؤ که چرې اپوزیشن ګوندونه داسې وکړي نو دا به په ظاهره دحکومت خو دپردې ترشا دهیواد دطاقتور پوځ په ضد تر ټولو سخت اؤ ستر احتجاج وي.
حکومت داپوزیشن ګوندونو دا اخطار ټوقې ګڼي اؤ په دې باور دی چې په داسې رقم ګواښونو اپوزیشن ګوندونه یوازې په حکومت خپل فشار سیوا کول غواړي.
دهیواد دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد تیره ورځ مطبوعاتو ته ویلي وؤ” زه به د دوئ همت هله ومنم چې دوئ پینډۍ ته داحتجاج دپاره ورشي”
داپوزیشن ګوندونو دائتلاف زیاتره مشرانو په دې وروستیو کې پخپلو ویناګانو کې پوځ سیاسي چارو کې په مداخلت تورن کړی اؤ موجوده حکومت هم دپوځ لخوا اقتدار ته رسول شوی ګڼي.
دپاکستان دپوځی ویاند میجرجنرال بابر افتخار دیو مطبوعاتي کانفرنس په مهال دهغه څخه یو خبریال دپوځي مرکز یا جي ایچ کیو مخې ته داپوزیشن ګوندونو داحتجاجي پرلت په هکله پوښتنه وکړه چې هغه یې ځواب په دې ټکو کې ورکړو “ماته خو ددې (راتګ) څه علت نه ښکاري، خو که هغوئ راتلل غواړي ، نو مونږ به پرې څه چائ، اوبه وڅښو، له دې زیات زه څه ویلی شم”
دپوځي ویاند ددې ذو معني جملې جواب کې بیا داپوزیشن ګوندونو دائتلاف مشر مولانا فضل الرحمان دبټ خیلې په جلسه کې داسې ورکړو “زه دوئ ته ویل غواړم تاسو خو پخپله دپاپا جونز پېزې خورئ اؤ مونږ به په چائیو اوبو تیرباسئ،دا خو بیا زیاتی دی،دا خو میلمستیا نه ده”
مولانا فضل الرحمان دبرجسته ، طنزیه اؤ ذومعني جملو دپاره پاکستاني سیاستمدارانو کې زیات مشهور دی اؤ پخپله دې وړه طنزیه جمله کې هم هغه د”پاپا جونز “په نوم اخستو سره دپاکستان پوځ ته دپخواني پوځی ویاند اؤ دسي پیک اتهارټۍ دموجوده مشر عاصم سلیم باجوه دهیواد نه بهر د اربونو روپو پټې اثاثې اؤ کاروبارونه وریاد کړي دي.
تیرکال د اګست د مياشتو په وروستيو کې پاکستاني خبريال احمد نوراني په فيکټ فوکس نومى ويب پاڼه خپور شوي رپورټ کى دعوه کړې وه د عاصم سليم باجوه خاندان د امريکا په شمول په يو شمېر نورو هيوادونو کى د اربونو روپو دملکيت جايدادونه او سرمایه کاري لري.
د نوراني د خبر ترمخه په کال ۲۰۰۲ کې چې عاصم باجوه د کرنل په حېثيت د پخواني پوځي جرنېل مشرف په عمله کې شامل و نو دغه وخت و چې د هغه ورورو د پاپا جونز پېزا رېسټورېنټ دلارې خپل خانداني کاروبار پېل کړو .
دنوراني د رپورټ له مخې دې کاروبار ورځ تر ورځه وده کوله او دا وختې باجوه خاندان په څلورو هېوادونو کې د یو کم سل کمپنیانو سره د ۱۳ تجارتي یا کمرشل جایدادونو او د ۱۳۰ نه زیاتو رېسټورانټونو مالکيت لري.
خو عاصم باجوه دا تورونه رد کړي اؤ وایي کاروبار یې میرمنې اؤ دکورنۍ نورو غړو دجائزو پیسو دلارې پیل کړی ؤ اؤ ګټه یې هم په هغې کې کړې ده.
دمولانا فضل الرحمان لخوا دپاپا جونز دپېزې ذکر په ټولنیزو رسنیو دخلکو دخوښۍ سبب ګرځېدلی اؤ په ټوئټر پاکستان کې د” چائ نه ، پیزا “په نوم ټاپ ټرینډ جوړ شوی
ددې عنوان دلاندې ۴۷زرو نه زیات ټوئټونه په ټوئتر شوي چې زیاترو کې دمولانا فضل الرحمان دفهم اؤ فراست ستائنه شوې خو دپوځ پلوي فعالینو په مولانا فضل الرحمان نیوکې هم کړي اؤ هغه یې پردی ایجنټ اؤ مقاد پرست یاد کړی دی.
خبریال عقیل یوسفزي په ټوئټر لیکلي د مولانا فضل الرحمان طنز سخت خو مزیدار دی.
یو بل خبریال رفعت الله اورکزئ بیا ټوئټ کړی چې “مولانا هیڅ یوه موقعه دلاسه نه ورکوي ځکه دټولو توپو خولې هغه ته ور اوښتي دي”
علي ملک ايډوکیټ د مولانا فضل الرحمان د چائیو اؤ پېزې جمله پخپل ټوئټ کې لیکلې اؤ پوښتنه یې کړې ده چې “ایا له دې به بل کوم غوره جواب ؤ ؟”
دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد تیره اوونۍ ګواښ کړی ؤ چې که چا دپوځ په ضد څرګندونې وکړې نو په ضد به یې مقدمې درج کولی شي خو مولانا فضل الرحمان دشیخ رشید په جواب کې ویلي وؤ چې که چرې پوځ سیاست کې لاسوهنه کوي نو هغوئ به ورته ډاګیز وایي چې” تاسو دخپل سوګند یا لوړې څخه سرغړؤنه کوئ”