امریکا:
واشنګټن - امریکايي چارواکو ویلي، چې تر ګل یا دوشنبې ورځې پورې یې نېږدې نهو میلیونو کسانو ته د کورونا واکسین لومړنی ډوز ورکړی.
د یو بل خبر له مخې، د کالیفورنیا په یو ژوبڼ کې په دوو شادیانو کې د ناروغۍ د نښو نښانو وروسته کورونا مثبت شوې ده. دا به په شادیانو کې د کورونا ناروغۍ لومړنۍ معلومې پېښې وي.
د کالیفورنیا والي ګوېن وویل، روغتیايي چارواکي هڅه کوي چې ومومي ایا دا ویرس د شادیانو ترمنځ انتقال شوی او کله له انسانانو څخه شادیانو ته انتقال شوی دی.
همدارنګه په برتانیه کې د کورونا نوی موندل شوی ډول اوس د روسیې په ګډون د نړۍ په ۴۵ هېوادونو او د امریکا په پنځو ایالتونو کې موندل شوی دی.
ددې ترڅنګ د وایرس دوهم او دریم ډولونه هم په جنوبي افریقا او جاپان کې موندل شوي دي.
د جان هاپکنز پوهنتون وايي، به نړۍ کې په کورونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر له ۹۰.۷ میلینو څخه زیات شوی چې تر ۲۲.۵ میلینو یې په امریکا کې دي.
دغه راز ۱۰.۵ میلیونه پېښې یې په هند او ۸.۱ میلیون پېښې یې په برازیل کې دي.
په ټوله نړۍ کې نېږدې دوه میلیونه کسان له کورونا څخه مړه شوي دي.
فرانسه، برتانیه، پورتګال او جنوبي افریقا:
په فرانسه کې هم د کورونا د پېښو د زیاتېدو خبر ورکړل شوی. چارواکو ویلي، د کورونا روزانه پېښې له ۱۸۰۰۰ څخه زیاتې شوې دي.
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په فرانسه کې د کورونا د ټولټال پېښو شمېر له ۲.۸ میلیونو څخه اوړي او په دې توګه د کورونا د زیاتو پېښو له پلوه په نړۍ کې شپږم ځای لري.
په برتانیه کې لومړي وزیر بورېس جانسن د ګل په ورځ وویل، کچېرې د کورونا پېښې همداسې په زیاتېدو وي نو لاک ډاون باید نور هم سخت کړای شي.
هغه له خلکو وغوښتل چې په اوسنیو لګېدلو بندیزونو دې په کلکه عمل وکړي.
د برتانیې حکومت د ګل په ورځ په چټکه توګه د کورونا واکسین د ورکولو لړۍ له دې هدف سره پیل کړې ده چې د راتلونکې میاشتې تر نیمايي پورې به ۱۵ میلیونه کسانو ته واکسین ورکړل شي.
د روغتیا وزارت یې ویلي، چې د نوي پلان له مخې، په ټول هېواد کې د کورونا د واکسین ۲۷۰۰ سایټونه وي او دا په دې معنی چې په برتانیه کې به له هر وګړي څخه په ۱۶ کیلومټره څخه په کمه فاصله کې د واکسین د ورکړې یو مرکز وي.
په برتانیه کې له کورونا څخه مړینه په زیاتېدو ده. د جان هاپکنز پوهنتون وايي، چې د مړو شمېر پکې تر ۸۲۰۰۰ اوښتی او د زیاتې مړینې له پلوه په دې توګه په نړۍ کې پنځم ځای لري. په دغه هېواد کې تر درې میلیونو زیات کسان په کورونا باندې اخته شوي دي.
په پورتګال کې ولسمشر مرسیلو ربیلو دې سوسا کې کورونا مثبت شوې خو تر اوسه پورې پکې د ناروغۍ نښې نښانې نه دي لیدل شوي.
د جنوبی افریقا ولسمشر اعلان وکړ چې هېواد یې د کورونا واکسین ۲۰ میلیونه ډوزه رانیولي دي او تمه ده چې د کال په لومړۍ نیمايي کې به انتقال شي.
مالیزیا:
په مالیزیا کې د کورونا وایرس د زیاتېدو او خپرېدو د مخنیوي لپاره بیړنی حالت اعلان شوی.
شاهي ماڼۍ د نهې یا سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پاچا سلطان عبدالله سلطان احمد شاه دغه فرمان له لومړي وزیر محی الدین یاسین سره تر لیدنې وروسته ورکړ.
پاچا عبدالله د لومړي وزیر محی الدین لخوا د کورونا د کنټرول لپاره دې ته ورته غوښتنه په تېر اکټوبر کې رد کړې وه.
د بیړني حالت له اعلان سره به اوس پارلمان تر اګسټ میاشتې پورې تړلی وي او د لومړي وزیر حکومت ته به د قوانینو د پلي کولو لپاره پراخ واک وي.
محی الدین په یوې تلویزیوني وینا کې هڅه وکړه خلکو ته ډاډ ورکړي چې بیړنی حالت یو پوځي کودتا نه ده او په دې حالت کې به هېڅ ډول ګرځ بندیز نه وي.
هغه تر دې مخکې په پلازمېنې کولالمپور او شاخوا پنځو ایالتونو کې د ګل په ورځ د دوو اونیو لاک ډاون وروسته له هاغې اعلان کړ چې په دغه هېواد کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۱۳۸۰۰۰ څخه چې ۵۵۵ کسان پکې مړه شوي هم دي واوښت.
په دغه هېواد کې په دې وروستیو کې هره ورځ تر ۲۰۰۰ زیات کسان په کورونا باندې اخته شوي دي.
د وایرس د سرچینې موندلو لپاره چین ته د نړیوالو پوهانو سفر:
د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او چارواکي وايي، د کورونا وایرس د سرچینې په اړه د دوی د پلټنو هلې ځلې ددې لپاره نه دي چې په کوم چا باندې تور پوري کړي.
دا خبره په داسې وخت کې شوې ده چې یاده اداره د نړیوالو پوهانو یوه ډله په روانه اونۍ کې چین ته استوي.
د ډبلیو اچ او د بیړنیو حالاتو مشر مایک راین د ګل یا دوشنبې په ورځ په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته وویل، "مونږ دلته هغو ځوابونو ته ګورو چې په راتلونکې کې مو وژغوري. نه د چا د جرم ثابتولو لپاره او نه هم پر چا د تورونولو لګولو لپاره.
تر دې مخکې، د ډبلیو اچ او مشر تېدروس ګبریاسس ویلي، چین ته د څېړونکو تلونکې ډله به هڅه وکړي په ووهان ښار کې د وایرس د پیل په اړه ځان پوه کړي.
د چارواکو دغه څرګندونې وروسته له هاغې وشوې چی چین اعلان وکړ چې د ډبلیو اچ او ډله به د زیارت یا پنجشنبې به ورځ چین ته ورسېږي.
خو دا لا سمدستي روښانه نه شوه چې ایا دغو څېړونکو ته به ووهان ته د ورتګ اجازه هم ورکړل شي او کنه چېرې چې د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې وایرس خپور شوی.
همدارنګه چین د ګل په ورځ د کورونا د ۱۰۳ نویو پېښو خبر ورکړی چې دا په تېرو پنځو میاشتو کې د کورونا په پېښو کې تر ټولو لوی شمېر دی.