بایډن د کورونا لپاره د ۱.۹ ټریلینه ډالرو اقتصادي مرستو اعلان وکړ

واشنګټن – د امریکا ټاکلي ولسمشر جو بایډن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له کورونا سره د غبرګون تر نامه لاندې د اقتصادي مرستو اعلان وکړ چې له مخې به یې د واکسین ورکول زیات او له وبا څخه به د اقتصادي اغیزو مقابله کوي.‌

د بایډن د دغو اقتصادي مرستو له مخې، به له امریکایانو سره نقدي مرسته کېږي، په خوندي توګه به پرې ښونځي پرانېستل کېږي او د هېواد په کچه به پرې د واکسین پروګرام غښتلی کېږي.‌

ددغه پلان له مخې، به له وړو تجارتونو سره هم مرسته کېږي کوم چې د بېلا بېلو رنګونو خلک یې مالکان دي.

په بیان کې راغلي دي، "د منتخب ولسمشر د ۱.۹ ټریلینه ډالرو د امریکا‌ ژغورنې پلان ستره اراده ده خو د ترلاسه کېدو وړ ده او دا به د امریکا اقتصاد وژغوري او وایرس به مات کړي."

بایډن ځان ته هدف ټاکلی چې د جنورۍ په شلمه نېټه له ولسمشر کېدو سره به په لومړیو سلو ورځو کې سل میلیونه ډوزه واکسین خلکو ته ورکړي او د هغه د پلان له مخې د واکسین د کمپاین پراخېدو ته هم پیسې شاملې دي.

د امریکا حکومت دوه واکسینونه د بیړني کارولو لپاره تصویب کړي دي. دواړه باید دوه ډوزه وشي. تر اوسه پورې تر لسو میلیونو زیاتو خلکو لومړنی ډوز ترلاسه کړی دی.

په سنېټ کې د ډیموکراټانو مشر چک شومر ویلي، د کورونا وایرس څخه د ژغورنې بېل به د دوی لومړی لومړیتوب وي چې د سنېټ د کنټرول له ترلاسه کولو څخه وروسته به یې کوي.‌

د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ولسمشر مواخذه کول د شورو یا چهارشنبې په ورځ د سنېټ کارونه زیاتوي، خو بایډن هیله څرګنده کړې چې سنېټ به د مواخذې او د نورو لومړیتوبونو ترمنځ توازن وساتي.‌

په امریکا کې نېږدې ۳۸۸۰۰۰ کسان له کورونا څخه مړه شوي دي او له دوو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د کورونا په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، د تېرې اونۍ په اوږدو کې په امریکا کې هره ورځ په متوسطه توګه ۲۴۵۰۰۰ کسان په کورونا اخته او ۳۳۰۰ مړه شوي دي.‌ دغه راز په روغتون کې د بستر شویو ناروغانو په شمېر کې هم د ریکارډ په توګه زیاتوالی راغلی.