اسلام اباد ــــ دا پاکستان د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر ویلي د صحت نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او کوویکس له خوا به ورته یو کروړ اویا لکه د کورونا وایرس وېکسین خوراکونه د روان کال له جون میاشتې ملاوېدل پیل شي او دوی ته په دې اړہ د کوویکس نه یو خط ملاو شوی دی.
اسد عمر د شنبې- خالي په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي، په اوولس میلینه خوراکونو کې شپږ میلینه خوراکونه به ورته د مارچ میاشتې نه ملاوېدل شروع شي او زیاته یې کړہ چې د دې نه علاوہ پاکستان د چین نه ھم پینځہ لکه د کرونا وېکسین خوراکونه را غواړي کوم به چې وړومبی طبي عملې تہ ورکول کېږي.
اسد عمر دا اعلان پہ داسې مھال کړی چې په پاکستان کې په تېر شواروز کې 2,189 نور خلک په دې رنځ اخته شوي او 65 تنه نور ناروغان ترې مړہ شوي دي. په ملک کې د کرونا د فعاله پېښو شمېر 33,439 ته رسېدلی او تر دې دمه ټول 11,623 ناروغان ترې مړہ شوي دي.
وفاقي وزیر اسد عمر چې د کرونا وبا د مخینوي ادارې نېشنل کمانډ اینډ کنټرول سنټر مشر ھم دی په یو بیان کې ویلي چې د طبي عملې څلور لکه خلکو ورسرہ ځان رجسټر کړی دی او دوی ته د وېکسین خوراکونو له ورکولو وروسته به په دویم پړاو کې دا وېکسین د 65 کالو عمر نه زیات خلکو ته ورکول کېږي.
د اسد عمر په وینا د کوویکس ل خوا ورته دا وېکسین وړیا ورکول کیږي او په دې اړہ د پاکستان حکومت د کوویکس سرہ یوہ لوظنامه اته میاشتې وړاندې لاسلیک کړې وہ.
پاکستان د نړۍ په 192 هېوادونو کې په ھغو 92 ھیوادونو کې شامل دی چې د صحت د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او کوویکس له اړخه د کرونا وبا ویړیا وېکسین ورکول کېږي
دوې ورځې وړاندې د صحت دپارہ د وزیراعظم سلاکار ډاکټر فیصل سلطان ویلي وو چې د چین نه د کرونا وېکسینو د خوراکونو وړومبی مقدار راوړلو دپارہ یوہ ځانګړې الوتکه تیارہ دہ او طمعه څرګندېږي چې دا وېکسین به د اتوار- یکشنبې تر ورځې پاکستان ته راورسېږي.
روانه میاشت د پاکستان د دوایانو د انتظام ادارې ډریپ د چین سینوفام کمپنۍ او د اکسفورډ ایسټرازینیکا وېکسینو کارولو اجازہ ورکړې ده.
ایسټرازینیکا وېکسین د پرمختلونکو ھیوادونو دپارہ ډېر ګټور ګڼل کیږي ځکه چې دا د شپږو میاشتو دپارہ په فریج کې ایښودل کېږي او نه صرف دا په اسانه سرہ وېشل کېدای شي بلکې جوړول یې ھم ارزان دي.
د دې وېکسینو منظوري وړومبی په بیړنۍ توګه د برتانیې حکومت ورکړې وہ.