پېښور هايکورټ: د ادريس خټک مقدمه دې په پوځي عدالت کې وچلول شي، خواست رد

د پېښور هايکورټ د بشري حقونو فعال ادريس خټک په اړه هغه خواست رد کړی چې د هغه پرضد په پوځي عدالت کې مقدمه چلول غېر قانوني ده. خو د خټک وکيلان وايي دوی د عدالت د يادې فېصلې په اړه مشوره کوي او د خټک دپاره به ټولې قانوني لارې خپلوي.

د ادريس خټک د وکيلانو د ډلې يو غړی طارق افغان اېډوکېټ وايي دوی پېښور هايکورټ ته دوه خواستونه کړي وو يو دا چې ادريس خټک دې عدالت ته وړاندې کړی شي، نو د شپږو اووه مياشتو پورې ادارو د هغه په اړه څه نه ويل خو چې کله په دغه اړه نړيوال فشار جوړ شو نو د دفاع وزارت بيا عدالت ته ځواب جمع کړو چې خټک د دوی سره دی او په هغه باندې د پوځي قانون او حکومتي رازونو د مالوماتو د قانون 1923 لاندې مقدمه جوړه کړی شوې ده.

هغه وويل په ياده مقدمه کې تور لګول شوی چې ادريس خټک د (MI6) يو تن مايکل سېمپل ته د پاکستان د سلامتۍ خلاف حساس مالومات ورکړي دي نو هغه خواست رد کړی شو، پکار وه چې ويل شوی وی چې د دې خواست ضرورت نشته، خو هغه رد کړی شو.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې طارق افغان وويل، د دفاع وزارت بيا ويلي چې په ادريس خټک باندې د پوځي قانون او پټو مالوماتو د قانون لاندې مقدمه جوړه شوې او په پوځي عدالت کې پرې مقدمه روانه ده.

هغه زياته کړه دوی بيا د حکومت پرضد يوه بله مقدمه وکړه چې په پوځي عدالت کې روانه دغه مقدمه غېرقانوني او غېرائيني ده، ځکه چې ادريس خټک يو عام تن دی پوځي نه دی ځکه په پوځي عدالت کې په عام تن مقدمه نه شي چلېدی او بل دا چې د پوځي عدالتونو موده هم ختم شوې ده.

طارق افغان وويل، په ادريس خټک چې کوم تن (مايکل سېمپل) ته د پټو مالوماتو ورکولو تور دی هغه د يو پخواني جرنېل زوم دی په اسلام اباد کې په مزو ژوند تېروي، پکار وه چې په دغه تن هم مقدمه شوې وی او د هغه نه مالومات شوی وی خو هغه شان نه دي شوي ځکه چې هغه د جرنېل زوم دی.

هغه وويل عدالت يې دغه خواست رد کړو او په ځواب کې يې ويلي، چې اول دې د ادريس خټک قضيه وشي د هغې وروسته به کتلی شي چې دغه قضيه دوی کولی شي که نه شي کولی.

نوموړي وکيل زياته کړه د دوی سره اوس درې لارې دي، یوه دا چې هايکورټ ته بيا اپيل وکړي چې خپلې فېصلې ته بيا کتنه وکړي، دوېمه دا چې په سپريم کورټ کې دغه فېصله چېلنج کړي او درېمه دا چې په پوځي عدالت کې دغه مقدمه وچلوي.

په پوځي عدالت کې د ادريس خټک د قضيې چلولو په اړه نوموړی وکيل وايي، د پېښور هايکورټ صدر خالد انور افريدي په پوځي عدالت کې دوه اورېدنو له ورغلی او هلته یې د ادريس خټک سره ليدلي هم دي.

دا چې په پوځي عدالت کې ادريس خټک ته د وکيل حق ترلاسه دی بيا ولې دوی غواړي چې دغه فېصله دې د پوځي عدالت څخه وويستل شي؟.

طارق افغان په ځواب کې وايي، په پېښور کې په سکول د بريد وروسته چې کوم پوځي عدالتونه جوړ شوي وو او فېصلې يې کړې وې پېښور هايکورټ د پوځي عدالتونو څخه سزاوار شوي کسان پرېښودل چاته چې سزاګانې ورکړی شوې وې ځکه چې په دغو قضيو کې قانوني لارې نه وې خپلې شوې ځکه دوی د پوځي عدالتونو د قضيې مخالفت کوي.

د ادريس خټک د کورنۍ په وېنا هغه د کال 2019م په 13م نومبر د خېبرپښتونخوا صوابۍ سره نزدې د اسلام اباد موټروی نه نامعلومه کسانو اوچت کړی ؤ.

د بشري حقونو ځايي او نړیوالو تنظيمونو د ادريس خټک د مالومولو دپاره غږ پورته کړی او د پاکستان نه يې غوښتنې کړې وې.

د بشري حقونو نړیوال سازمان هیومن رائټس واچ په پاکستان غږ کړی ؤ چې د بشري حقونو فعال ادریس خټک د لادرکه کېدو په اړه دې غلې پاتې نه شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په يو ټويټ کې ويلي وو چې دغه ډول په زوره بنديوان کول غندي او د پاکستان د رياست نه غواړي چې د خپلو وګړو لپاره خپلې ايیني ذمه وارۍ پوره کړي.