په پاکستان کې د کرونا ضد ويکسين لګول پېل شوي

پاکستان په رسمي ډول د کرونا ضد ويکسين لګول پېل کړي او په لمړي پړاؤ کې ډاکټرانو او نورې طبي عملې ته د ويکسينو لګولو ويل شوي دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نهې/ سه شنبې په ورځ [دوهمه فرورۍ] د لومړي ويکسين لګولو په دستوره کې ګډون کړی کومه چې په ټيلي ويژن ښکاره کړی شوې ده.

پاکستان ته چين پينځه لکه ويکسين (ساينوفام) ډالۍ کړي دي. پاکستان ته د ګل په ورځ د چين څخه دغه ويکسين رارسېدلي دي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي په لومړي پړاؤ کې به ويکسين طبي عملې ته لګولی شي او بيا به د پاخه عمر خلکو ته، او په ټول ملک کې به دغه ويکسين وېشلی شي.

هغه د چين مننه کړې چې پاکستان ته يې ويکسين ورکړي دي.

پاکستاني چارواکي وايي د صحت د نړيوالې ادارې د (کوېکس) پروګرام لاندې به د کرونا ضد استرازېنک 17ملينه ويکسين هم ترلاسه کړي.

استرازېنک ويکسين د برتانيې اکسفورډ پوهنتون جوړ کړي او په برتانيه کې لګول کيږي.

کوېکس هغه نړيوال پروګرام دی چې د نړۍ غريبو هېوادونو ته به ويکسين ورکوي. د ياد پلان لاندې به د روان کال تر اخرې پورې دوه اربه ويکسين ويړيا ورکول کيږي .

پاکستاني چارواکو تيره مياشت د استرازېنک او د چين څخه راتلونکو ساينوفام ويکسينو په ملک کې د کارولو منظوري ورکړې وه.

پاکستان چې نزدې 220 ملينه ابادي لري د تير کال راهسې پکې د کرونا وايرس څخه تراوسه پورې 11802 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.