فضل الرحمان: اپوزيشن هم غواړي چې اسټبلشمنټ بې طرفه وي

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو غورځنګ (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ/پي ډي اېم) مشر وايي د پاکستان اسټبلشمنټ وايي چې د سياست سره يې هيڅ کار نشته بې طرفه دی، مونږ هم غواړو چې بې طرفه وي.

د سیند صوبې په دوېم غټ ښار حېدر اباد کې د نهې (فرورۍ په نهمه) په ماسخوتن د پي ډي اېم غونډې ته په وېنا کې مولانا فضل الرحمان وويل پوځ وايي چې په سياست کې کار نه لري.

"مونږ کله غوښتي چې زمونږ پوځ دې په سياست کې ککړ وي، مونږ کله غوښتي چې پوځ دې د دفاع نه علاوه بل کردار هم ادا کړي خو څه وکړو دا غطيانې شوي او دا غلطۍ به منل وي او په دې غلطۍ به د قوم نه معافي غوښتل وي بله لار يې نشته".

مولانا فضل الرحمان دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار په (اتمه فرورۍ) ويلي، "دا وخت د سياست سره د پوځ هيڅ تعلق نشه او د چا سره یې هم په پټه خبرې نه دي روانې او څوک چې اندازې لګوي وړاندې يې ويلي او اوس هم وايې چې پوځ په سياست کې مه راکاږئ".

نوموړي د چا د نوم اخستو پرته ویلي وو،

" پوځ کورنی او بهرنی امنیت ګوري، بې د کوم ثبوته خبره کول د چا سره هم ښه نه ښکاري اندازې يا اټکلونه کول پرېښودل پکار دي او که د چا سره څه ثبوت وي راوړاندې دې کړي چې څوک چاته ټيليفون کوي، داسې هيڅ خبره نشته".

هغه ويلی وو "يو ځل بيا خواست کوم چې مهربانۍ وکړئ ادارې دې خبرو ته مه راکاږئ".

د پي ډي اېم جلسې ته مولانا فضل الرحمان د پوځ د نوم اخستو پرته وويل، "که د انتخاباتو نتيجې مو نه دي بدلې کړي او د عمران خان غوندې نااهل او د هغه ګوند ته مو واک نه وي ورکړی نو په لومړۍ شپه مو ولې (و تعز من تشا و تزل من تشا) ويلي وو".

په پاکستان کې د کال 2018م عام انتخابات په 25م جولايۍ ترسره شوي او د تحریک انصاف ګوند په انتخاباتو کې تر ټولو زياتې رایې اخستې وې.

او د پاکستان د پوځ د هغه وخت ویاند مېجر جنرل اصف غفور په 26م جولايۍ په ټویټر ویلي وو، "و تعز من تشا و تزل من تشا".

مولانا د چا د نوم اخستو پرته وویل، "تاسو خو د عزت او ذلت په حواله هغه له اومبارکي ورکړې او ويلي يې مو وو چې دښمن ته مو ماتې ورکړې وه، او بيا وايئ چې د دې کامیابۍ سره يې هيڅ کار نشته".

د پي ډي اېم مشر وویل، "سپيناوی دې وشي چې ماتې مو چاته ورکړې او ګټه مو د چا نه کړې وه دا سياست نه شي کېدی".

مولانا فضل الرحمان وويل، د جمهوريت په لار کې جوړ خنډان ورته مالوم دي.

د پي ډي اېم جلسې ته په غورځنګ کې د شاملو نورو ګوندونو مشرانو هم وېناوې وکړې او د تحریک انصاف په حکومت يې ټکونه وکړه.

د پي ډي اېم وړاندينی نظر او د پوځ ځواب

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د تېر کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټي او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د پي ډي اېم مشران تور لګوي د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت دی او د دې حکومت لرې کولو اعلان يې کړی، وايي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې به مبارزه جاري ساتي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او وړاندې يې هم ویلي، سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي وو د ايين ترمخه د منتخب حکومت ملاتړ به کوي.

د تحريک انصاف حکومت وايي مخالفه ډلو د خپلو مشرانو د بډو رشوتونو د پټولو دپاره پي ډي اېم جوړ کړی او په حکومت فشار اچوي.

د پي ډي اېم په جلسو او غونډو کې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مشر جنرل فېض حميد نومونه اخستل شوي، او پخواني وزيراعظم نوازشريف ويلي وو جنرل باجوه او جنرل فېض حميد هغه د وزیراعظم د څوکۍ څخه لرې کړی وو.

پي ډي اېم په څلورمه فرورۍ اعلان کړی چې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد به په 26م مارچ اسلام اباد ته لاريون (لانګ مارچ) کوي.