د افغانستان د کرکټ ستوری اسپنر بالر لوبغاړی راشد خان وايي، د پاکستان سپرليګ (پي اېس اېل) په سياليو کې به يې تمرکز (توجه) د لاهور قلندر په ګټه وي. نوموړی به په لومړي ځل په پي اېس اېل (شپږم) کې د لاهور قلندر په لوبډله کې لوبیږي.
پي اېس اېل شپږم په 20م فرورۍ په کراچۍ کې پېل کيږي او د لاهور قلندر لوبډله به په 21م فرورۍ په خپله لومړۍ سيالۍ کې د پېښور زلمي لوبډلې ته مخامخ کيږي، د پي اېس اېل فاينل په 22م مارچ په لاهور کې ټاکل شوی دی.
راشد خان په 14م فرورۍ ویلي وو کراچۍ ته روان دی.
جيو ټيلي ويژن سره په مرکه کې راشد خان ويلي، خوښ دی چې په پي اېس اېل کې لوبيږي او هڅه به کوي چې غوره لوبه وکړي.
راشد خان په دسمبر 2020 کې د کرکټ نړيوالې شورا د لسيزې د شل اووريزو لوبو غوره لوبغاړی ګرځولی، ويلي يې دي تجربه لري چې کوم بېټسمېن ته کوم ډول بال کول پکار دي او دغه تجربه به په کار راولي.
هغه ويلي د خپلو نمبرو سېوا کولو په ځای به هڅه کوي چې د لوبډلې د ګټې دپاره لوبه وکړي.
نوموړي ویلي د نړۍ په ليګ سياليو کې لوبېدلی او زياته کړې يې ده که د افغانستان ملي لوبډلې ته د نړۍ د غټو لوبډلو سره د سياليو موقع برابره شي د دغه لارې به د افغانستان لوبډله او لوبغاړي ښه تجربه ترلاسه کړي.
22 کلن راشد خان دا وخت د کرکټ د نړيوالې شورا د لوبغاړو په درجه بندۍ کې په شل اووريزو سياليو په اول نمبر غوره بالر دی.
د اي اېس پي اېن انفو د وېبپاڼې ترمخه نوموړي په 48 نړيوالو شل اووريزو سياليو کې 89 وکټې ترلاسه کړي دي.
په پي اېس اېل شپږم کې د راشد خان نه علاوه نور درې افغان لوبغاړي هم برخه اخلي.
محمد نبي به د کراچي کنګز لوبډلې، مجيب الرحمان به د پېښور زلمي او قېس احمد به د کوټې ګلېډي اېټرز برخه وي.