د پاکستان حکومت د صدارتي حکمنامې (صدارتي ارډیننس) د لارې د ترهګرۍ پرضد جګړې دپاره د ټيکس اخستو موده تر يو بل کال پورې غځولې ده، دا ټيکس په کال 2015م کې د ضرب عضب پوځي عملياتو وروسته لګول شوی چې د دغه ټېکس لارې اخستونکې پېسې به د ترهګرۍ پرضد جګړه او کډوالو باندې خرڅ کولی شي .
اېکسپرېس ټريبيون ویلي، د پاکستان حکومت د سُپرټېکس يا ماليې په نوم د څلور فيصد ټېکس اخستو دپاره صدارتي حکمنامه جاري کړې، کوم ټېکس چې په کال 2014م کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پوځي عملياتو وروسته په کال 2015 کې لګول شوی وو.
ويل شوي د دغه ټېکس د لارې اخستونکې پېسې به د ترهګرۍ پرضد او کډوالو دپاره کارول کيږي او د دې ټېکس اخستو موده کال په کال غځول شوې او په خبرکې دعوه شوې چې د کال 2020 په دسمبر کې دغه پېسې نه وې کارول شوي.
د خېبرپښتونخوا د پوليس پخوانی مشر اختر علي شاه وايي، د هغه په نظر دغه ټېکس په تياره کې لګول شوی پکار وه چې په پارلیمان کې په دې بحث شوی او د خزانې يوه قانوني مسوده راوړل شوې او د دغه لارې دا ټېکس لګول شوی وی.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وویل د دې نه مهمه خبره دا ده چې که په کال 2015م کې دا ټېکس لګول شوی وو نو هغه وخت د ترهګرۍ پرضد جګړه روانه وهاو خلک کډوال وو، نو دا وخت خو جګړه هم نشته او زیات کډوال بيرته ستانه کړی شوي دي.
هغه وويل دا ټېکس به د ماليې په مد کې په خلکو نور بوج سېوا کړي.
د امنيتي چارو کار پوهه پخوانی پوځي افسر (ريټايرډ بريګيډير) سيد نظير وايي، قبايلي سيمې چې په خېبرپښتونخوا کې ورګډول کېدې هغه وخت حکومت ويلي وو چې د بجټ يا بودېجې نه علاوه به سل اربه روپۍ دغو علاقو ته ورکول کيږي خو هغه وعده وفا نه شوه.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل حکومت اوس دا بهانه کوي چې صوبې ورته د قومي مالياتي کمېشن (اېن اېف سي) په مد کې برخه نه ورکوي.
هغه زياته کړه حکومت د امنيت په مد کې يا کډوالو په نوم ټېکسونه اخلي خو په خېبرپښتونخوا کې يا په پخوانيو قبايلي علاقو کې اوس هم دغه ځپل شوي خلک د خپلو حقونو دپاره احتجاجونه کوي، او بله دا چې حکومت په خپله دعوه کوي چې 90 فيصده ترهګري کمه شوې نو بيا دا ټېکس د څه دپاره اخستل کیږي؟.
وي او اې ډيوه د حکومتي وزيرانو او قامي اسمبلۍ غړو سره د ياد ټېکس په اړه د نظر اخستو هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.
د پاکستان پوځ په کال 2014م کې په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد د ضرب عضب په نوم په پراخه کچه عملیات کړي وو، چې له کبله یې شاوخوا لس لکه کسان له خپلو سیمو بې کوره شوي وو.
پوځ او حکومت بيا دعوه کړې وه چې سيمه يې د تندلارو څخه پاکه کړې او د علاقې څخه کډوال شوي زياتره خلک بيرته خپلو کورونو ته ستانه کړی شوي دي.
د سرکاري شمېرو ترمخه د شمالي وزیرستان نه د ضرب عضب علمياتو په وخت يو لک لس زره کورنۍ کډوالې شوې او دا وخت پکې يواځې 15زره229 کورنۍ پاتې دي چې بيرته نه دې ستنې کړی شوي.
خو غېر سرکاري شمېرې ښايي چې د زرګونو په شمېره کې د شمالي وزيرستان کډوال په افغانستان کې او دلته په پاکستان کې د رجسټرېشن نه بغېر هم پاتې دي.