دسولې دتړون یو کال:طالبان وایي که امریکا د دې تړون نه مخ واړوي، ناکامي به یې په برخه شي

دامریکې اؤ طالبانو ترمنځ تېرکال په ۲۸مه فرورۍ دوحه کې دسولې دشوي تړون نه (یکشنبه) یو کال پوره شو ،طالبان وایي په دې یو کال کې هغوئ جګړې راکمې کړي اؤ په تړون کې شوې خپلې ټولې ژمنې یې سرته رسولي دي.

خو افغان دولت بیا وایي چې که د دوحې تړون ته له افغاني لیدلوري وکتل شي، د سولې په تمه وخت ضایع شوی، افغانانو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي او په ټوله کې افغانستان تخریب شوی دی.

تېرکال په ۲۹مه فرورۍ دقطر پلازمینه دوحه کې افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد اؤ دطالبانو مرستیال مشر عبدالغني برادر دسولې په تړون لاسلیکونه کړي دؤ.

په دغه تړون کې منل شوې وه چې امریکا به د راتلونکې مئ میاشتې پورې خپل ټول سرتیري دافغانستان څخه وباسي،طالب بندیان به له بنده خوشې کیږي،طالبان به دافغان دولت بندیان خوشې کوي،بین الافغاني خبرو ته به کښیني اؤ ځان به دالقاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو څخه جلا کوي.

خو دامریکایي صدر جوبائیډن انتظامیه وایي چې طالبانو دغه تړون کې خپلې کړې ژمنې نه دي ترسره کړي ځکه هغوئ اوس د صدر ټرمپ د واکمنۍ په مهال طالبانو سره دسولې شوي تړون ته بیا دسره کتنه کوي.

د سولې دتړون د یو کال په پوره کیدو طالبانو پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه تړون دشل کلنې جګړې دپائ ته رسولو په موخه شوی اؤ دا دافغانستان او امریکا د ولسونو دپاره یوه تاریخي توافقنامه ده.

طالبان وایي هغوئ دیاد تړون ټولو محتویاتو ته ژمن دي اؤ عملي کول یې دافغان شخړې دهواري اؤ سولې د ټینګښت یوازینۍ لاره ګڼي.

طالبانو خپله اعلامیه کې په امریکا غږ کړی چې هغوئ هم باید دسولې دتړون دټولو برخو په عملي کولو سره افغانستان کې دامن اؤ ثبات لپاره خپلې ژمنې سرته ورسوي.

طالبان وایي د بین الافغاني خبرو د روانې پروسې دچټکتیا دپاره باید عملي ګامونه واخستل شي اؤ په ناسم لوري د وضعیت بیولو څخه ډډه وکړل شي.

طالبان وایي هغوئ د دوحې د تړون په اساس خپلو عملیاتو کې دپام وړ کمی راوستی، په لویو استخباراتي اؤ نظام مرکزونو عملیات نه دي شوي اؤ نه هم ولایتونو یا ولسوالیو ته په یاده موده کې سقوط ورکړل شوی دی.

خو طالبان وایي چې مقابل لوري اوس هم د دوحې دتړون په ضد بمبارۍ، ډرون بریدونه اؤ عملیات کوي.

اعلامیه کې راعلي چې د دوحې دتړون په پایله کې زیات امریکایي پوځیان دافغانستان څخه وتلي دي خو باید پاتې ځواکونه هم دټاکلې نېټې سره سم د افغانستان څخه اوځي.

خو دافغانستان دملي امنیت شورا ویاند ښاغلی رحمت الله اندړ وایي افغانانو چې د دوحې له هوکړه‌ليکه د سولې او امنيت اړوند کوم توقعات لرل نه یې دي تر لاسه کړي.

دیکشنبې په ورځ پخپله ټوئټر پاڼه بیلابیلو ټوئټونو کې ښاغلي اندړ ویلي دغه تړون تر اوسه پورې يوازې امریکا سره اوربند باوري کړی، افغانانو سره اوس هم د طالب رابطه يوازې تر قتل، غارت، ترور او وحشت محدوده ده.

هغه زیاته کړې چې لا هم په دې تړون کې د افغانانو لپاره د هيله‌مندي څه نه شته، بلکې د مذاکراتو بین الافغاني پروسه د طالبانو له لاسه ټکنۍ ده.

دافغانستان د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند ښاغلي دواخان مینه پال هم په ټوئټر دغه تړون د وخت ضایع بللې ده اؤ لیکلي یې دي” که د دوحې تړون ته له افغاني لیدلوري وکتل شي، د سولې په تمه وخت ضایع شوی، افغانانو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي او په ټوله کې افغانستان تخریب شوی دی”

دافغان دولت دمرکچي پلاوي اؤ طالبانو ترمنځ که څه هم دتېرکال دستمبر دمیاشتې راهسې دوحه کې دسولې بین الافغاني خبرې روانې دي خو په دې خبرو کې کوم ډاګیز پرمختګونه نه دي لیدل شوي.