په پاکستان کې د چین لخوا جوړ اټومي ریاکټور په کار پیل کړی

واشنګټن – پاکستان د چین لخوا جوړه شوې د اټومي برېښنا کارخانه فعاله کړې چې په ترڅ کې به یې دغه هېواد ته ۱۱۰۰ میګاواټه برېښنا برابره کړي.‌

دغه ګام د اسلام اباد او پېکنګ ترمنځ د اټومي‌ انرژۍ د همکاریو پرمختګ ښکاره کوي.‌

د پاکستان د اټومي انرژۍ ویاند شاهد ریاض خان دا تایید کړې ده چې په جنوبي بندري ښار کراچۍ کې دغې نوې جوړې شوې کارخانې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په کار پیل کړی دی او د اړتیا وړ زیاته برېښنا په ډېره ارزانه بیه تولیدوي.

د پاکستان د اټومي انرژۍ د ادارې لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي، چې د کراچۍ د اټومي انرژۍ دغه کارخانه به دده هېواد له اقتصاد سره زیاته مرسته وکړي.‌

"د کې ټو په نامه د اټومي انرژۍ له دې کارخانې سره به په هېواد کې د اټومي برېښنا د تولید ظرفېت نېږدې دوه برابره زیات شي او په یقین سره چې د هېواد له اقتصادي ودې سره به مرسته وکړي."

تر اوسه پورې په پاکستان کې د اټومي انرژۍ د ټولو پنځو واړو کارخانو د برېښنا تولید ۱۳۵۰ مېګاواټو ته رسېده چې د هېواد د برېښنا پنځه فیصده جوړوي.

د اټومي انرژۍ څلور نورې کارخانې هم چی د چین لخوا جوړې شوې دي په چشمه او میانوالې ضلعو کې دي.

کاناډا له پاکستان سره مرسته وکړه چې په ۱۹۷۲ کال کې په کراچۍ کې خپله لومړنۍ د اټومي برېښنا کارخانه جوړه کړي چې اوسمهال ۸۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي. چارواکو ویلي،‌ دغه کارخانه زړه شوې او تمه ده چې د کې ټو (K2)او کې دري (K3) له بشپړ فعالېدو سره به هغه وتړل شي.‌

چین د اټومي برېښنا یوه بله کارخانه له کې ټو (K2) سره نېږدې جوړوي چې د کې دري (K3) په نامه یادېږي او ۱۱۰۰ میګاواټه برېښنا به تولیدوي.

چارواکي وايي، دغه نوې کارخانه به د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې په کار پیل وکړي‌.

د چین لخوا د اټومي برېښنا په دغې کارخانې باندې په ۲۰۱۵ کلونو کې کار پیل شوی وو چې نېږدې لس بیلینه ډالره لګښت پرې راغلی.

دغه کارخانه په پرمختللې امنیتي او خوندي وسایلو باندې سمبال ده.

خان ویلي، د اټومي برېښنا کارخانې په دوو پوښونو کې جوړه شوې ده او د کومې ممکنه ترهګرۍ پېښه کې به یې یواځې بهرنی پوښ ویجاړ شي د بېلګې په توګه که کومه لویه مسافر وړونکې بوینګ الوتکه ورسره وجنګول شي او داخل ته یې کوم زیان نه رسېږي.

همدارنګه دواړه کې ټو و تري د سمندر له سطحې څخه دومره لوړې جوړې شوې دي چې د سونامي پر وخت به هم خوندي وي.‌

د دواړو کارخانو کاري عمر ۶۰ کاله اټکل شوی او د تړون له مخې به ورته چین د سون توکي برابروي څنګه چې یې څلورو نورو پخوانیو ته برابروه.

هغه دا هم وویل، چې په پاکستان کې د اټومي برېښنا ټولې کارخانې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د خوندي معیارونو لاندې جوړې شوې دي.

اسلام اباد په پام کې لري چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د ۸۸۰۰ مېګاواټه برېښنا کارخانې جوړې او تر ۲۰۵۰ کاله پورې د ۴۰۰۰۰ مېګاواټه اټومي انرژۍ کارخانې جوړې کړي.