دترکي په ډرامو پاکستان کې نېوکې،عمران خان وایي په دې ډرامو"کورنی نظام"بچ کول غواړي

دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي دکورني نظام د بچ کولو اؤ بې حیایۍ دمخنیوي په خاطر یې دګڼ شمیر نورو ګامونو اخستو ترڅنګ د ترکي ډرامه هم پاکستان ته راوړې ده.

خو څېړونکي وایي د ترکي ډرامو چې پاکستان کې د کورني نظام په هکله دخلکو ذهنونه څومره خراب کړي دهغې حکومت تصور هم نه شي کولی.

داتوار په ورځ وزیراعظم عمران خان دټيلي فون دلارې ولس ته دهغوئ دپوښتنو ځوابونه ویلي چې په دغو پوښتنو کې ترې پاکستان کې دجنسي تیریو د چټک شوې لړۍ په هکله هم پوښتنې شوې دي.

وزیراعظم عمران خان یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل د جنسي تیریو دپېښو مخنیوي دپاره یې سخت قوانین پځائ کړي اؤ هڅه کوي چې کورنی نظام وژغوري.

هغه وویل د کورني نظام د ژغورلو دپاره اسلام مونږ ته دپردې حکم کړی اؤ د اسلام دپردې نظریه په اصل کې میرمنو ته تحفظ ورکوي.

هغه وویل که په ټولنه کې بې حیایي خوریږي نو دجنسي تیریو پېښې به هم ورسره سیوا کیږي ،اؤ نن په اروپا کې کورنی نظام بیخي تباه شوی دی.

د عمران خان په خبره “هم دې شیانو ته په کتلو مې د صدر طیب اردوان سره خبره وکړه اؤ د ترکي ډرامه مې دلته راوړه”

خو دپېښور دسرکاري راډیو پخوانی مشر، وتلی شاعر اؤ لیکوال ښاغلی لائق زاده لائق وایي دترکي د ډرامې پاکستان ته په راوړلو وزیراعظم عمران خان بې حیایۍ خورولو اؤ کورني نظام تباه کولو ته لاره هواره کړې ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې لائق زاده لائق وویل “دترکي اؤ‌ زمونږ کلتور کې د زمکې اؤ‌ اسمان فرق دی، هغه خلک دیورپ سره په پوله پراته دي اؤ زمونږ نه ډیر مخکې تللي دي اؤ پخپلو ډرامو کې هغه څه ښایي چې په یورپ کې کیږي”

لائق زاده زیاتوي ډرامه دیو قام دکلتور عکاسه وي اؤ هغه په عامو ذهنونو ډیرې سمدستي اؤ ژورې اغېزې کوي نو ځکه مونږ په هیڅ حواله پخپل قام د یورپ دکلتور دتپلو طرفداري نه شو کولی.

هغه وویل “وزیراعظم دترکي د ډرامې دلارې د کورني نظام د ژغورنې خبره کوي خو دترکي کومې ډرامې چې دلته ښودل کیږي هغې کې یوه انږور دسخر،خورزه دماما، اؤ حتی کله کله رور دخور سره د جنسي اړېکو په پاللو ښودل کیږي، چې دداسې رقم اړیکو په یوه مسلمانه ټولنه کې تصور هم نشته”

په دې وروستیو کې وزیراعظم عمران خان قام ته د ترکي د ډرامو ارطغرل،یونس ایمری اؤ د ترک لیکوالې دتصوف په اړه دلیکل دشوي ناول "دمینې څلویښت اصول" نه د جوړې شوې ډرامې دکتلو وړاندیزونه کړي وؤ.

د یادو ډرامو د وړاندیزونو په هکله دپېښور پوهنتون د سولې او شخړو د مطالعاتو د څانګې پروفېسر ډاکټر جمیل احمد چترالي وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ‌ عمران خان دپاکستان وزیراعظم دی خو هغه تر اوسه دکرکټ دلوبغاړي دسوچ نه ځان نه دی ویستلی ځکه چې د وزیراعظم کار خو دا وي چې د ولس دپاره خپلې منصوبې پیل کړي.

د جمیل چترالي په وینا ” پکار خو داده چې وزیراعظم دخپل تاریخ،دخپلو معروضي حالاتو اؤ دخپل کلتور دننه ولس دپاره تخلیقات اؤ سوچونه مخې ته راوړي اؤ دهغې دلارې ولس کې شعور بیدار کړي”

لیکوال اؤ شاعر لائق زاده لائق هم وایي زمونږ په خپل هیواد اؤ دې سیمه کې ډیر پیاوړی ادب تخلیق شوی اؤ خپله صوفیانه شاعري اؤ ادب هم دخپل چاپیرچل اؤ نفسیاتو په رڼا کې لرو باید چې دا هرڅه قام ته رابرڅېره کړو .

هغه وایي که مونږ هغه کلتور را اخلو چې زمونږ د ژوند سره تړاؤ نه لري اؤ هغه کردارونه مونږ پخپل ورځني ژوند کې نه لرو نو هغه زمونږ په ژوند هیڅ مثبت اغېزه نه شي کولی.