واشنګټن ـــ د دېرشو هېوادونو د نړیوال اتحاد نېټو ځواک 72 کلونه به په روانه اوونۍ کې پوره کېږي خو دغه ایتلاف اوس له نویو چېلنجونو او دوامداره خطرونو سره مخ دی.
د امریکې په ګډون د یورپي هېوادونو اتحاد 72 کاله مخکې د واشنګټن په نامه تړون په لاسلیکولو سره نېټو سازمان جوړ کړ، چې مقصد یې د هغه مهال د سوویت یونین [شوروي اتحاد] په وړاندې په ګډه د دغو هېوادونو دفاع کول وو.
د نېټو غړو هېوادونو اوس بیا په وروستیو اوونیو کې د یوکراین له پولې سره د روسي ځواکونو په ځای پر ځای کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. روسي ځواکونو د کریمیا په ټاپو کې پوځي تمرینونه پیل کړي دي، دا ټاپو د یوکراین برخه وه چې روس په 2014م کال کې په زوره له خپلې خاورې سره ګډ کړ.
سره له دې چې ماسکو وایي په کریمیا کې یې پوځونه د خپل امنیت د باوري کولو لپاره اچولي او تمرین کوي او "بل هیچاته ترې خطر نه شته"، خو د یوکراین ولسمشر ولادیمیر زلانسکي دا خبره نه مني.
صدر زلانسکي پر نېټو سازمان ټینګار کړی چې د یوکراین له پولې سره د روسي ځواکونو د فعالیت د زیاتېدو د مخنیوي لپاره دې زر تر زره ورته غړیتوب ورکړي، وایي دا به روس ته یو ښکاره خبرداری وي.
په برتانیه کې د امنیتي او دفاعي څېړنو د مرکز رایل یونایټیډ سروسز انسټیټیوټ مرستیال مشر جوناتن آیل وایي، روس د نېټو سازمان لپاره تر ټولو ستر چېلنج دی. ښاغلی آیل وایي:
"د یوکراین د صدر غوښتنه یو خبرداری دی چې په اصل کې نه یواځې نېټو د پخواني شوروي اتحاد د غړو هېوادونو د توجه مرکز دی او د روس له اغېزه خلاسېدو ته لېواله دي بلکې نېټو پخپله په یورپ کې د امنیت یواځینۍ هیله ده چې زیات ارزښت لري".
جوناتن آیل وایي روس نه یواځې د نورو یورپي هېوادونو د ګواښلو لپاره له زوره کار اخلي بلکې وایي له زوره یې کار اخیستی او په تېرو لسو کلونو کې یې د یو بل هېواد څه برخه په زوره په خپل هېواد ګډه کړې ده، وایي ځکه خو په یورپ کې د امنیتي ډانچې په توګه د نېټو سازمان د مرکزیت ارزښت په ډاګه کوي.
په یورپ کې د نېټو سازمان د مرکزیت په توګه په دې ایتلاف کې نور هېوادونه هم شاملېږي. شمالي مکدونیه د تېر 2020م کال په مارچ کې د دې سازمان غړې شوه، بوسنیا او هرزګووېنیا په رسمي توګه غړیتوب ته ځانونه نومولي دي، یوکراین او جورجیا یې هم د غړیتوب غوښتونکي دي.
د امریکې ملاتړ:
د امریکې مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ څلور کاله مخکې نېټو یو له کاره لوېدلی سازمان بللی وو خو بیا یې وروسته خپله خبره بیرته اخیستې وه. صدر جوبایډن له دې تنظیم سره د ملګرتیا په اړه خپله اراده څرګنده کړې ده.
د برتانیې د امنیتي او دفاعي څېړنو د مرکز مرستیال مشر جوناتن آیل وایي، سپینې ماڼۍ ته د جوبایډن په راتګ سره هغه ټول شکونه ختم شول چې ګواکې امریکا به د نېټو سازمان ملاتړ نه کوي. ښاغلی آیل وایي:
"صدر [بایډن] د څلوېښتو کلونو ریکارډ لري چې په کانګرس کې یې د [نېټو] سازمان ملاتړ کړی او دا دلیل یې تل وړاندې کړی چې که څه هم د امریکې وسایل یې کارولي خو نېټو پخپله د امریکې لپاره هم قوت زیاتوونکی ځواک دی".
بل لور ته د امنیت په چارو کې د یورپي اتحاد د انسټیټیوټ یوه څېړونکې سیمونا سوار وایي، صدر بایډن پر نېټو سازمان دا ټینګار هم کوي چې د نورو سټرېټیجیکو خطرونو مخه ونیسي.
څېړونکي وایي د صدر بایډن له خوا د نېټو د ملاتړ نوی عزم له دې سازمان سره د ګڼو چېلنجونو په له منځه وړلو کې مرسته ده، چې وایي په دغو چېلنجونو کې په افغانستان کې روانه جګړه او له طالبانو سره ځنډېدلې خبرې هم شاملې دي.
د نېټو سازمان عمومي مشر ین سټولټنبرګ په وروستیو کې له فرانس پریس خبري ایجنسۍ سره په خبرو کې ویلي وو، چې د دفاعي لګښتونو پر سر له اختلافاتو پرته په سازمان کې دننه نورې ناندرۍ هم شته. سټولټنبرګ ویلي وو، چې د نېټو سازمان 90 فیصده برخه یورپي هېوادونه دي خو وایي دغه هېوادونه یواځې د سازمان 20 فیصده برخه لګښت ورکوي.