فیصل اباد کې د دوؤ نرسانو په ضد دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړل شوې

دپاکستان دپنجاب ایالت په فیصل اباد ښار کې دضلعي روغتون د دوؤ نرسانو په ضد دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړل شوې ده اؤ د هسپتال مامورینو ددغه نرسانو په ضد احتجاجي مظاهره هم کړې ده.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې د فیصل اباد دضلعي روغتون مامورینو تور لګولی چې ددغه روغتون دوؤ نرسانو په یوه المارۍ لګیدلی هغه اسټیکر لرې کړی دی چې مقدس لیکل پرې شوي وؤ .

مامورینو تور لګولی چې داسټیکر په لرې کولو دغو نرسانو دمذهب سپکاوی کړی اؤ دیادو نرسانو په ضد هسپتال کې احتجاجي مظاهره هم شوې ده.

رپورټ کې راغلي چې پولیسو ددغو نرسانو د ژغورنې دپاره کله هغوئ پخپل ګاډي کې کښېنولې نو په دغه مهال قهریدلو مظاهره چیانو دیوې نرسې رانیولو دپاره دپولیسو په ګاډي برید هم کړی خو پولیسو دګاډي دروازې تړلې وې.

رپورټ کې دیو پولیس افسر له خولې ویل شوي چې دغو نرسانو د نفسیاتي ناروغانو د وارډ یا خونې په یوه المارۍ لګیدلی دمقدس لیک اسټیکر لری کړی دی.

دیاد روغتون مرستیال مشر یا ډپټي سپرنټنډنټ ډاکټر محمد علي پولیسو ته په یو ورکړي خواست کې دعوه کړې ده چې دهسپتال کمیټۍ د مذهب د سپکاوي پخلی کړی دی.

پولیسو ددغو دواړو نرسانو په ضد د پي پي سي د295 دفعې لاندې مقدمه درج کړې اؤ هغوئ یې نامعلوم ځائ ته منتقل کړي دي.

تر دې وړاندې هم په 30مه جنورۍ په کراچۍ کې پولیسو دیوې نرسې په شکایت دهغې د ملګري عیسایي مذهبې نرسې په ضد د مذهب دسپکاوي مقدمه درج کړې وه.

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په تور د وژنو خبرونه مخې ته راځي، او د بشري حقونو ځايي او نړيوال تنظميونه په دغه اړه څرګندونې هم کوي.

تیرکال د اګست په میاشت کې د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل ويلي ؤ په پاکستان کې په خلکو د مذهب د سپکاوي تورونه تر خطرناک حده زیات شوي دي او د خلکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی او غوښتنه يې کړې وه چې د مذهب د سپکاوي قانون باید منسوخ کړل شي.

ایمنیسټي انټرنېشنل خپل بیان کې ویلي وؤ "د مذهب د سپکاوي دغه پراخ، مبهم او جبري قانون د مذهبي ازادۍ،‌ عقیدې او د اظهار د ازادۍ له حقونو سره په ټکر کې دی".

دایمنیسټي دبیان له مخې دا قانون د ماشومانو، ذهني معذوره، مذهبي اقلیتونو، غریبانو او د ټولنې د کمزورو خلکو په ضد کارول کیږي