سرچینې: سعودي سږ کال بیا له هېواده دباندې خلکو په حج باندې پر بندیز غور کوي

واشنګټن ـــ دوو سرچینو رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي چې سعودي عربستان سږ کال بیا د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له نورو هېوادونو څخه د حج مراسمو ته د مسلمانانو پر ورتګ په بندیز لګولو غور کوي.

سرچینې وایي سږ کال به یواځې د سعودي عرب خپلو هغو خلکو ته د حج کولو اجازه وي چې د کورونا وایرس ضد وېکسین یې لګولي وي او یا له دې ناروغۍ لږ تر لږه شپږ میاشتې مخکې روغ شوی وي.

رایټرز د سرچینو په وینا وایي چې سعودي چارواکي تر اوسه د دې بندیز په اړه بحثونه کوي او لا یې په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د سعودي د سرکاري شمېرو له مخې د کورونا وایرس تر بندیزونو مخکې هر کال سعودي ته شاوخوا دوه نیم میلینه [25 لکه] مسلمانان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د حج د مراسمو لپاره ورتلل او په میلینونو د عمرې لپاره ورتلو چې دې هېواد ته یې 12 اربه ډالره ګټه رسوله.

یوې سرچینې رایټرز ته ویلي چې سږ کال به د حج په مراسمو کې پر برخه اخیستونکو د عمر پابندي هم وي.

بلې سرچینې وایي سعودي چارواکو لومړی پلان جوړ کړی وو چې له هېواده بهر هم ځینو هغو کسانو ته د حج لپاره اجازه ورکړي چې وېکسین یې لګولي وي خو وایي بیا د مختلفو وېکسینو او د هغوی د اثراتو پر سر د ګډوډۍ او وایرس نویو نمونو چارواکي اړ کړل چې پر خپل پلان له سره غور وکړي.

رایټرز خبري ایجنسۍ وایي هڅه یې کړې چې په دې اړه د سعودي حکومت د رسنیو له دفتر سره خبرې وکړي خو وایي هغوی یې پوښتنې ته جواب نه دی ویلی.

د سعودي عرب مکه او مدینه د اسلامي نړۍ مقدس مرکزونه بلل کېږي، خو په تېر 2020م کال کې یې د کورونا وایرس له کبله زیارتونو او حج ته د بهرنیانو پر ورتګ بندیز لګېدلی وو.

سعودي په داسې وخت کې سږ بیا د حج پر مراسمو د بندیز په اړه غور کوي چې لا هم د نړۍ په شاوخوا 35 هېوادونو کې کورونا وایرس ډېر زیات خپور شوی او په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر 15 کروړه اوښتی او د مړیو شمېر تر 33 نیم لکه اوښتی دی.

هند دا مهال له کورونا وایرسه په تر ټولو ځپلیو هېوادونو کې دی چې د ورځې په حساب یې په لکونو خلک په دې ناروغۍ اخته کېږي. په هند کې هم د مسلمانانو لویه ابادي ده چې هر کال حج او عمرې ته هم ځي.

په تېره فرورۍ میاشت کې هم د سعودي حکومت له 20 هېوادونو څخه له سفارتکارانو، د سعودي له اوسېدونکو، طبي کارکوونکو او د هغوی له کورنیو پرته د نورو خلکو پر ورتګ بندیز اعلان کړی وو.

په دغو هېوادونو کې چې اوس یې هم سعودي ته د خلکو پر سفر بندیز دی د پاکستان په ګډون هند، عرب امارات، لبنان، مصر، فرانس، جنوبي افریقا، برتانیا، جرمني او امریکا شامل دي.