د صدر باېډن انتظاميې ګڼ شمېر نړيوال بنديزونه لګولي

واشنګټن ـــ د امريکې صدر جو باېډن په ملک دننه د اقتصاد او کرونا وبا په ضد د هلو ځلو ترڅنګ په نړيواله کچه د بنديزونو لړۍ هم تونده کړې ده.

بایډن د خپل صدارت په لومړۍ هفته کې د روس په يو شمېر وګړو په انتخاباتو کې د لاسوهنې په سر بنديزونه لګولي وو، همدغه ډول په برما يا ميانمار کې يې د جمهوري حکومت د نسکورولو په سر په يو شمېر جرنېلانو سخت بنديزونه ولګول او د واشنګټن پوسټ د خبريال جمال خاشقجي د وژنې په سر يې په يو شمېر سعودي وګړو هم د خپل صدارت په لومړيو ورځو کې بنديزونه لګولي.

د دې ترڅنګ په يو شمېر چينايي‌ وګړو يې په سینکیانګ صوبه کې د ایغور مسلمانانو د بشري حقونو د سرغړونو په سر بنديزونه لګولي او په اسرايل کې يې هم د بډو رشوتونو په سر په يو کاروباري تن بنديزونه لګولي.

د دې ترڅنګ صدر باېډن په ايران د تېر صدر ټرمپ له خوا د لګول شوو بنديزونو کچه ټيټه کړې ده.

څېړونکي وايي‌ د بهر ملکونو د ځينو لانجمنو پاليسو د مخنيوي د پاره امريکا د يوې مودې راهسې بنديزونه لګوي‌. د واشنګټن په امريکن يونيورسټۍ کې د نړيوالو چارو پروفېسر جورډن ټاما وايي:

"نړيوال بنديزونه لګول په امريکا کې د پاليسو جوړوونکو د پاره هم يو آسان کار دی او دې ته د پوځي مداخلت په پرتله زر اجازت هم ورکوي، خو ځينې بنديزونه د يو ملک د اقتصاد سره سره د هغوی وګړي هم وځپي، لکه په کيوبا، شمالي کوريا، ايران، شام او کريميا باندې د سفري بنديزونو د لاسه د دغو ملکونو خلک هم ځپل شوي دي".

که څه هم امريکا په يو شمېر ملکونو اقتصادي بنديزونه لګولي خو آيا دغه بنديزونه کار هم کوي؟. دې پوښتنې ته څېړونکو پخپل ځواب کې ويلي‌ چې په افريقا د سختو بنديزونو په نتيجه کې د سپين پوستو لانجمنه واکمني ختمه شوې وه او تورو خلکو د نېلسن منډيلا په مشرۍ کې خپل حقونه ګټلي وو.

همدغه ډول په ایران د امريکې سختو اقتصادي بنديزونو دغه ملک په 2015م کال د جوهري لوظنامې کولو ته جوړ کړی او ايران د خپل جوهري پروګرام نه لاس په سر شوی وو.

خو د بنديزونو ځينې مخالفين وايي‌ د امريکې د بنديزونو باوجود کيوبا له تېرو 60 کالو راهیسې د امريکې په ګاونډ کې د سوشلزم ګړ دی او د غسې شمالي کوريا هم د اقتصادي بنديزونو سره سره خپل جوهري پروګرام مخ په وړاندې روان کړی.

د نړيوالو بنديزونو په لړ کې صدر باېډن ته يو لوی چېلنج دا هم پروت دی چې د پخواني صدر ټرمپ له خوا په 2017م کال کې تړل شوی د خارجه وزارت هغه دفتر بيا پرانیزي چې په نړيوالو بنديزونو کې د امريکايي‌ حکومت د پاليسيو ملاتړ کوي.