سپریم کورټ د علي وزیر د ضمانت درخواست منظور کړ خو اورېدنه یې تر بلې نېټې وځنډوله

واشنګټن ـــ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزير د ضمانت لپاره د ھغوی وکيل صلاح الدين ګنډه پور سپريم کورټ ته خواست وړاندې کړی وو چې نن د جون په 25 نېټه د کراچۍ سپريم کورټ په څانګه کې د ھغه خواست اورېدنه وشوه.

د علي وزير وکيل صلاح دين ګنډه پور له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل چې ده د سپريم کورټ درې کسيز بېنچ ته په ضمانت د علي وزير د خوشي کېدو خواست وړاندی کړی وو.

وایي عدالت بيا د تېر کال د دسمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسې ته د علي وزير د ويناګانو ژبارلی رپورټ يا د پښتو اکېډمۍ له خوا ترجمه شوي رپورټ غوښتنه کړې.

د علي وزير وکيل صلاح الدين زياته کړې چې د عدالت په غوښتنه به د علي وزير د ويناګانو ژبارلی رپورټ جمع کوي او له ھغې نه وروسته به بيا د اوروېدنې نوې نېټه ټاکل کيږي.

د سيند ھايکورټ چيف جسټس سره دوه کسيزه بېنچ د علي وزير د خوشي کيدو غوښتنه د جون په ړومبۍ رد کړې وه او بيا د ھغې وروسته د علي وزير وکيل سپريم کورټ ته د ده د ضمانت خواست وړاندې کړ.

د دې نه وړاندې د سيند هايکورټ د علي وزير د خوشي کولو فيصله د مارچ په 5مه محفوط کړې وه او تر درو مياشتو پورې یې نه وه اورولې.

په قضيه کې پوليس تور لګوي چې تېر کال په 6 دسمبر په سھراب ګوټ کې د پي ټي ايم جلسې ته علي وزير او نورو ملګرو يې د رياست او رياستي ادارو پر ضد وينا ګانې کړې وې.

خو د علي وزير وکيل دا تور ردوي او وايي چې په سټېج شوې خبرې د ریاست ضد وينا نه وې او بيا پښتون ژغورنې غورځنګ هم دا تور ردوي او وایي چې دوی په خپلو سیمو کې امن غواړي او د قانوني لارې د پښتنو حقونه غواړي.

پي ټي ایم تېر کال په 6 دسمبر په سھراب ګوټ کې لویه جلسه کړې وه چې په زرګونو کسان پکې شريک شوي وو او بيا د جلسې نه يوه ورځ وروسته د سھراب ګوټ پولیسو د پي ټي ايم د مشر منظور پشتون، محسين داوړ، علي وزير او نورو غړو پر ضد مقدمه درج کړې وه.

خو بيا علي وزير په 16 دسمبر د پېښور پوليسو نيولی وو او په الوتکه کې یې کراچۍ ته وړی وو او بيا يې د کراچۍ پوليسو ته سپارلی وو.

په قضیه کې له علي وزير سره نيول شوي نور غړي د ترھګرۍ ضد عدالت په ضمانت خوشي کړي دي او يواځې علي وزير له تېرو شپږو مياشتو راھیسې د کراچۍ په زندان کې بنديوان دی.

د علي وزير قضيه د کراچۍ په زندان کې دننه جوړ د ترھګرۍ د مخنيوي په عدالت کې روانه ده.

په ضمانت د علي وزیر د خوشي کولو لپاره پي ټي ایم په کراچۍ کې او بيا د ھيواد په نورو سيمو کې هم پي ټي ايم سره د نورو سیاسي ګوندونو احتجاجي مظاهرې کړې دي او د علي وزير د خوشي کيدو غوښتنې یې کړې دي.