شیخ رشید:اوس افغانستان کې نوي طالبان رامخته شوي

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وایي په افغانستان کې اوس نوؤ طالبانو سر راپورته کړی اؤ دا هغه طالبان نه دي چې د ټوپک په زور به یې فیصلې کولې .

شیخ رشید په دې وروستیو کې منلې وه چې دطالب مشرانو کورونه په پاکستان کې دي اؤ هغوئ زیاتره دپاکستاني روغتونونو څخه خپل علاج کوي.

څېړونکي وایي دافغانستان په هکله دپاکستاني مشرانو غیر ضروري بیانونه دپاکستان دریځ ته زیان رسوي اؤ دامهال پاکستان دافغان ستونزې نه یوې ډډې ټه جلا کړل شوی دی.

په پينډۍ کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي پاکستان په سیمه کې خپل یو ارزښت لري اؤ “دنړۍ هیڅ یو سپرطاقت مونږ له نظره نه شي غورځولی ځکه چې تر مونږ پرته دهیچا دال نه شي پخیدلی”

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې دحکومت مخالفو سیاسي ګوندونو مشران اؤ څېړونکي تور لګوي چې دافغان کشالې په لړ کې پاکستان،افغان دولت اؤ نورې نړۍ پاکستان ته شا کړې ده اؤ حتی دامریکا صدر جوبایډن تر اوسه افغانستان څخه دخپلو ځواکونو ویستلو په اړه وزیراعظم عمران خان ته یو زنګ قدرې هم نه دی وهلی.

خو دپاکستان دقامي سلامتیا سلاکار معید یوسف په دې وروستیو کې ویلي وؤ” که جوبایډن پاکستان ته زنګ نه وهي،دا یې خپله خوښه ده ،دلته یې هم څوک زنګ ته په تمه نه دي”

شیخ رشید وویل مونږ افغانستان کې دامن دپاره دنړۍ ترڅنګ ولاړ یو اؤ هیڅوک په افغان کشاله کې دپاکستان رغنده کردار نه سترګې نه شي پټولی.

هغه وویل ددې سیمې سیاست په بدلیدو دی اؤ دافغان کشالې په اړه چې پخپله افغانان هره پرېکړه کوي هغه به پاکستان ته دمنلو وړ وي خو ورسره یې دا هم وویل چې دا اوس په افغانستان کې کوم طالبان راپورته شوي دا نوي طالبان دي اؤ هغه نه دي چې خپلې پرېکړې به یې دټوپک په زور کولې.

تر دې دوه ورځې وړاندې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي وؤ چې دافغانستان دطالبانو جامې یا کالي به ساده وي خو نور هغوئ ډیر هوښیار اؤ څېرک دي.

دشاه محمود قریشي په دې بیان هم په ټولنیزو رسنیو کې سختې نیوکې شوې وې اؤ یو شمیر فعالانو دهغه نه پوښتنه کړې وه وه چې” ته دپاکستان خارجه وزیر یې دطالبانو ؟”

په اسلام اباد کې میشت دافغان چارو څېړنکار اؤ وتلی خبریال ښاغلی طاهر خان وایي دپاکستان د وزیرانو بیانونه غیرضروري اؤ بې ځایه دي اؤ دپاکستان دریځ ته نقصان رسوي.

په ټویټر ښاغلي طاهر خان لیکلي پاکستان دا مهال دافغان مسلې څخه یوې ډډې ته جلا شوی دی،طالبان روس اؤ ایران ته ارزښت ورکوي.

هغه زیاته کړې امریکا هم پاکستان ته ارزښت نه ورکوي اؤ کابل هم دپاکستان نه مایوسه دی.

دامریکې لخوا افغانستان څخه دخپلو ځواکونو دلړۍ پیل کولو سره سم په افغانستان کې دطالبانو بریدونه سیوا شوي اؤ دعوې کوي چې هغوئ دهیواد زیاتره سیمې نیولي دي.

افغان دولت دطالبانو دبریدونو تر شا دپاکستان لمسه ګڼي اؤ دشنبې په ورځ دخوست هوایي ډګر د پرانستې دستورې ته خپله وینا کې افغان ولسمشر اشرف غني په طالبانو غږ کړی ؤ چې که دوئ په افغانستان مئین وي نو ژمنه دې وکړي چې ډیورنډ کرښه په رسمیت نه مني.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد روانه اوونۍ یو پاکستاني خبریال مبشر لقمان ته ویلي وؤ چې که دوئ افغانستان کې واکمنۍ ته ورسیږي نو پاکستان سره به د ورورګلوۍ اړېکې لري ځکه چې پاکستان خپل دوهم کور ګڼي.

په دغه مرکه کې خبریال مبشر لقمان پرله پسې دطالب ویاند نه پوښتنې کولې چې ایا تاسې هندي چارواکو سره هم تماسونه نیولي دي؟

ذبیح الله مجاهد پخپله ماته ګوډه اردو کې جواب ورکړی ؤ چې دطالبانو هند سره هیڅ رقم تماسونه نشته اؤ پاکستان سره ښې اړېکې غواړي