علي وزير ته په زندان کې د درملنې اسانتيا نشته، وکیل

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ او قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر وکيل وايي ډاکټرانو علي وزير ته د فزيوتراپي کولو ويلي خو په زندان کې ورته دغه اسانتيا نشته.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ وويل نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (څلورم اګست) د کراچۍ په مرکزي زندان کې د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت کې د علي وزیر پيشي وه، خو جج په چهټۍ وو.

هغه وويل علي وزیر چې د ملا ناروغي لري او ډاکټرانو ورته د فزيوتراپي ویلي دي خو علي وزیر ورته وويل چې په ورځ کې درې ځله فزيوتراپي ته ضرورت لري او په زندان کې ورته دغه اسانتيا نشته.

قادر خان وويل چې هغه بيا عدالت ته خواست وکړو چې علي وزير دې روغتون ته منتقل کړي چې د هغه سمه درملنه وشي.

د علي وزير طبي رپورټ چې وي او اې ډيوه ته ترلاسه شوی پکې ويل شوي د مې د مياشتې په 29 په زندان کې دننه د علي وزير معاينه شوې او بيا د جون په لومړۍ نېټه جناح روغتون ته لېږل شوی او هلته نيورو ډاکټر يې معاينه کړې او د جولايۍ په مياشت کې هغه ته ډاکټرانو د دوايانو او فزيوتراپي کولو ويلي وو.

علي وزیر د تير کال دسمبر په شپږمه په کراچۍ کې د پي ټي اېم د جلسې پرضد جوړه مقدمه کې بنديوان دی.

ياده مقدمه چې د علي وزیر د پي ټي ايم د مشر منظور پشتون، محسن داوړ او نورو پرضد درج شوې علي وزیر په دغه مقدمه کې په 16 دسمبر په پېښور کې پوليسو نيولی او کراچۍ ته يې راوستی وو.

په ياده مقدمه کې د علي وزیر د نیولو وروسته په کراچۍ کې د پي ټي اېم يو شمېر غړي نيول شوي خو هغوی ټول بيا په ضمانت پرېښودی شوي او د علي وزیر ضمانت اول د ترهګرۍ ضد عدالت او بيا د سيند هايکورټ رد کړی وو.