جنوبي وزیرستان:په پوځیانو برید کې دیو افسر په ګډون پینځه عسکر ژوبل شوي

دافغانستان سره په پوله پرتې دخیبر پښتونخوا دقبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان په لدها تحصيل کې دماینونو په پاکولو مامور د امنیتي سرتیرو په یوه ډله وسله وال بريد شوی چې پکې د پاکستان د پوځ دیو افسر کپتان په ګډون پینځه عسکر ټپي شوي دي

دخېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې امنيتي سرچينو وي او ای ډيوه ته تايد کړې چې په امنيتي عسکرو د بريد پېښه نن (پنجشنبه/زیارت) غرمه د لدها تحصیل په وانه سړک لدها پل سمه کې شوې ده.

امنيتي سرچينو وي او ای ډيوه سره په شريکو کړو مالوماتو کې ویلي امنیتي سرتیري په علاقه کې د ماینونو په پاکولو بوخت وؤ چې وسله والو پرې توغندي داغلی دی چې پکې دپاکستان دپوځ دیو افسر یا کپتان په ګډون پینځه عسکر ټپي شوي دي.


ویل شوي ژوبل عسکر پوځي روغتون ته وړل شوي او په علاقه کې د لټونې عمليات پېل کړی شوي دي.

دا تازه پېښه چې چرته شوې دغه د لدها نومې علاقه ده کومه چې د جنوبي وزیرستان د مرکز واڼه نه په شمال ختیز کې نزدې 25 کلومیټره لرې پرته ده او په دې علاقه کې نن د مسید قام د ناامنې پرضد جرګه وه.

وایس اف امریکه ډیوه ته لیږل شوې ویډیو کې د جرګې یو غړی نجیب ماسید وایي د وزیرستان دا حال دی چې په رڼا ورځ بریدونه پکې کیږي،

په ویډیو کې د هغه خبرو سره ډزې هم اوریدل کیږي اؤ هغه وایي دا هغه وزیرستان دی چې دوي ته ویل شوي وؤ دعملیاتو په پایله کې دا د هر قسمه بد امني څخه پاک کړی شوی خو دلته جرګه روانه ده او ترڅنګ یې ډزې روانې دي.

په سمدستي ډول د دې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

د اګست په مياشت کې په جنوبي وزیرستان کې د بدامنۍ دا څلورمه پېښه ده.

یادې دوه پېښې دتیر اتوار په ورځ په شکتوئ تحصيل کې شوي په يوه چيک پوسته بريد کې يو سرتيری وژل شوی او بل ژوبل شوی ؤ.

امنيتي سرچينو ویلي وؤ په بله پېښه کې د ماينونو په پاکولو مامورو سرتيرو باندې ماين چاودنه شوې او دوه نور سرتيري پکې ژوبل شوي وؤ.

هم په دغه ورځ لدها سب ډوېژن کې د پوليو په ډيوټۍ مامور پولیس سرتيري په خپل ګاډي (موبايل وېن) کې بیرته د ډیوټۍ څخه ستنېدل او دماين چاودنه پرې شوې وه چې پکې يو سرتيری ژوبل شوی وؤ.

د علاقې نه دصوبې د پارلیمان غړی قاري عصام الدین هم په دې ناامنۍ د تشویش څرګندونه کوي.

خو د تیرو پیښو وروسته د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) شوکت علي وي او ای ډيوه ته ويلي ؤ تازه د بدامنۍ چې کومې پېښې کيږي دا د افغانستان سره پولې ته نزدې غرييزې ځنګلي علاقې دي.

وي او اې ډيوه ته هغه وويل نور په ضلعه کې حالات قابو دي يوازې په لرې پرتو علاقه کې داسې کمې پېښې کيږي.

دغه تازه پېښې چې په کومه علاقه کې کیږي په کال 2009کې د پاکستان پوځ دغلته د وسله والو طالبانو پرضد عمليات کړي وؤ او دا علاقه يې پاکه ګرځولې وه.