د مېنځنی اېشیا هېوادونو مشران وايي افغانستان کې غېرملکي ترهګرو نه سیمې ته خطر دی

د مېنځنی اېشیا پنځه هېوادونو مشرانو په یوې شریکه غونډه کې په فغانستان کې په روانو امنیتي حالاتو اندېښنې ښودلي او د تاجکستان صدر اېمېنول رخمانوف غونډې ته ویلي دي چې د چین او د روس نه ازاد شوو هېوادونو سره اړه لرونکي تر 3000 پورې ترهګر د تاجکستان په پوله موجود دي.

رخمانوف ویلي دي دغه ترهګر اعلا تربیت یافته دي او د بربادۍ، ترهګرۍ او پروپېګنډې صلاحیت ترڅنګ ددغه سیمو لپاره یوه اوږد محاله منصوبه لري.

د خبري ادارې ای پي د یو خبر ترمخه د مېنځنی اېشیا هېوادونو مشرانو د ترهګره ډلو د افغانستان نه په ممکنه توګه د بهر خورېدو په اړه هم اندېښنې ښودلي او په دې لړ کې یې امنیتي ګواښونو ته د ځواب په صلاحیت او راپېښو چېلنجونو باندې خبرې اترې کړي دي.

دا غونډه په داسې حال کې شوې ده چې د روس، تاجکستان او ازبکستان پوځونو افغانستان ته نزدې په سرحدي سیمو کې د زیارت پنجشنبې د ورځې څخه ګډ پوځي مشقونه پېل کړي دي چې پکې 2500 عسکر او 500 پوځي ګاډي برخه اخلي.

روس چې د مېنځنی اېشیا د هېوادونو سره یې امنیتي معاهدې مړي دي په تاجکستان او ازبکستان کې پوځي اډې هم لري او ددغه هېوادونو سره یې وعده کړی که د افغانستان ورته څه ګواښونه ورشپېږي نو پوځي مرستې به ورسره کوي.

د تاجکستان، ازبکستان، قازقستان، کرغزستان او د ترکمانستان د مشرانو غونډې ته خپله وېنا کې د تاجکستان صدر ویلي چې دې خبرې حېرانه کړی دی چې د تاجکستان په پوله تر 2000 پورې افغان ځواکونو د طالبانو سره د جنګ او مزاحمت نه بغېر خپل ځایونه طالبانو ته پرېښودی دي او طالبانو په ددغه هېواد په زیاتره سرحدي سیمو کنټرول ترلاسه کړی دی.

د ترکمانستان صدر ګوربانګولی بردي محمدوف غونډې ته ویلي چې د پنځه هېوتدونو د مشرانو د غونډې مقصد د سیمې امنیت، همکارۍ امنیتي او تجارت ته وده ورکول دي.

افغانستان د امریکا او نړیوالو ځواکونو د نوي فیصده نه زیاتې برخې عسکرو وتلو وروسته افغان طالبانو جګره تېزه کړی او په افغانستان کې یې یوشمېر ځایونه نیولي دي او افغان حکومت او د بشري حقونو نړیوالې ادارې او ملګري ملتونه وايي چې طالبان کومې سیمې قبضه کوي نو بیا هلته د بشري حقونو سرغړونې کوي، خپل مخالفین، د سیمې بااثره خلک، لیکوالان او حکومت پلوه خلک وژني چې له وجې یې تر اوسه أه لکهونو خلکو نورو سیمو ته کډې کړي دي.

خو طالبان بیا دا تورونه نه مني او وايي په ضد یې پروپېګنډه کېږي.