د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي، پاکستان د افغانستان د سولې په عمل کې د سهولت کار کردار ترسره کړی او کوي يې خو ضامن نه شي جوړېدی.
د نوموړي په خبره د افغانستان د سولې د خبرو د ناکامۍ ملبه په پاکستان د اچولو هڅې کيږي.
شاه محمود قرېشي دغه خبرې د ګل/دوشنبې په ورځ (9 اګست) په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وېنا کې کړي دي، د خبري غونډې نه وړاندې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د افغانستان په حالاتو غونډه شوې ده.
قرېشي د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې د افغان استازي لخوا په پاکستان لګېدلي تورونه رد کړه او وې ويل په افغانستان کې د پاکستان يو څوک هم د خوښې (فېورټ) نه دی.
نوموړي دغه خبره د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړه چې د افغانستان په روانو حالاتو په وروستيو کې د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا غونډه شوې او په دغه غونډه کې افغان استازي په افغانستان کې په روانو حالاتو پاکستان تورن کړی چې اسلام اباد د طالبانو ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د مې د مياشتې څخه چې امریکايي او نړيوال ځواکونه وتل پېل شوي طالبانو بريدونو ته زور ورکړی او په وروستيو کې امریکايي چارواکو ويلي طالبانو د افغانستان د نيمې پورې ولسوالۍ نيولي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا غونډه چې په لمړي اګست د هند په مشرۍ کې شوې پاکستان ورته نه وو بلل شوی، قرېشي وويل پاکستان په دغه غونډه کې د ګډون دپاره خواست کړی وو خو د بده مرغه ونه منل شو.
د قرېشي په خبره افغان استازي په غونډه کې د پاکستان په اړوند د نړیوالې ورورولۍ د ګمراهه کولو هڅه کړې او په پاکستان يې بې ځايه تورونه لګولي دي.
قرېشي زیاته کړه د افغانستان د مسلې حل پوځي نه دی او په افغانستان کې په زور (د پوځي) لارې راتلونکی حکومت به ونه مني.
هغه وويل د افغانستان په مسله د پاکستان او نړيوالې ورورولۍ دريځ يو دی پکار ده چې نړيواله ورورولي د افغانستان د سولې په لړ کې خپل رول ولوبوي.
د قرېشي په خبره د افغانستان سوله د پاکستان او امریکې دواړو په ګټه ده د دغه کار دپاره دواړو له په ګډه کار کول پکار دي، او زياته یې کړه پاکستان په کال 2019 کې طالبان د خبرو مېز ته راوستل او د امریکا سره د موافقې په لړ کې يې په کال 2020 کې مرکزي کردار لوبولی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وویل پاکستان په افغانستان کې د تشدد په روانو پېښو او د بشري حقونو په سرغړونه اندېښمن دی.
هغه زياته کړه په وروستيو کې يې د افغانستان د سولې دپاره په اسلام اباد کې د غونډې تابيا کړې او طالبان يې پکې نه وو رابللي خو د اشرف غني په خواست هغه غونډه وځنډول شوه.