دطالبانو لخوا په هرات اؤ کندهار دقبضې دعوه،وایي اسماعیل خان هم ورسره ملګری شوی

طالبانو دعوه کړې ده چې دافغانستان دوه نور مهم ولایتونو کندهار اؤ هرات یې هم دخپل واک لاندې راوستي اؤ وایي دهرات وتلی مشر کمانډر اسماعیل خان هم دخپلو ملګرو سره دهغوئ(طالبانو) لیکو سره یوځائ شوی دی.

افغان دولت یا پخپله اسماعیل خان له دطالبانو ددې دعوې په هکله څه نه دي ویلي خو افغان سولې دپاره دامریکې ځانګړي استازي په طالبانو غږ کړی چې دښارونو قبضه کولو نه تیر شي اؤ دخپلو بریدونو لړۍ ودروي ګنې دطاقت په زور جوړ شوی حکومت به یې هیڅوک هم ونه مني.

دنړیوالې خبري شبکې ایسوسي ایټډ پریس د رپورټ له مخې په هرات اؤ کندهار دطالبانو دقبضې وروسته دافغانستان په ۳۴ؤ کې ۱۲ ولایتونه دطالبانو لاسونو ته لویدلي دي .

د رپورټ له مخې طالبانو د پنجشنبې په شپه په کندهار دبریدونو ترڅ کې ددغه ولایت زندان مات کړی اؤ ټول بندیان یې له زندانه ایله کړي دي.

په عین حال کې طالبانو پخپل یو بیان کې ویلي چې دهرات مشهور قوماندان محمد اسماعیل خان دخپلو نورو ملګرو سره یو ځائ دطالبانو لیکه کې شامل شوی اؤ طالبانو دهغه اؤ دهغه دملګرو هرکلی کړی دی.

اسماعیل خان د هرات تر ټولو پیاوړی کمانډر ګڼل کیږي چې وایي خپل په زرګونو وسله وال لري.

تر دې وړاندې چې کله تیره اوونۍ طالبانو په هرات ولایت خپل چټک بریدونه کړي وؤ نو قوماندان اسماعیل خان اؤ دهغه دملیشې سرتیري یې مخې ته ولاړ وؤ اؤ طالبان یې د” الله اکبر “په نعرو سره پشا تګ ته اړ کړي وؤ.

طالبانو دخپلو وروستیو پرمختګونو دا دعوې په داسې حال کې کړي چې روانه اوونۍ امریکايي چارواکو ويلي د افغانستان څخه يې 95 فيصده ځواکونه ویستلي دي،

د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو ويستلو عمل د مې په مياشت کې پېل کړی شوی وو.

بل لور ته امریکايي چاوراکي د طالبانو لخوا د ولايتونو د مرکزونو په نیولو اندېښنې هم څرګندوي، طالبانو د تیرې جمعې په ورځ د د نيمروز ولايت د مرکز زرنج څخه د ولايتي مرکزونو نيول پېل کړي وو.

له دغې وروسته طالبانو د جوزجان، کندوز، تخار، سري پل، سمنګان، فراه، بغلان او بدخشان مرکزونه نيولي دي.

د زیارت په ورځ د کابل نه په 150 کلوميټره فاصله د غزني ولايتي مرکز هم د طالبانو لاسو ته لوېدلی دی.

امریکايي چارواکي د هرات او کندهار د طالبانو لاسو ته تلل مهم ګڼي ځکه چې د دوی په وېنا په دغو دواړو ښارونو کې د افغانستان کمانډو ځواکونه موجود وو او د امریکايي د هوايي بریدونو ملاتړ ورته هم ترلاسه وو.

امریکايي چارواکي وايي امریکا به د افغانستان په ملاتړ هوايي بريدونه دوامداره ساتي چرته چې افغان ځواکونه د دوی نه مرسته غواړي.