ملاله يوسفزۍ د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر فواد چودري سره په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړوند د نړیوالې ټولنې اندېښنې شريکې کړي دي.
د پاکستان سرکاري ميډیا (رېډيو پاکستان) ويلي، په نړیواله کچه د جينکو د تعليم او ښځو د حقونو نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ د افغانستان په حالاتو او ښځو د حقونو په اړوند د فواد چودري سره په ټيليفون خبرې کړي دي.
ملالې دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې طالبان پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ (15 اګست) د افغانستان پلازمينې کابل ته رسېدلي، او افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان څخه سره د خپلې ډلې تاجکستان ته تللی دی.
د خبر ترمخه ملاله يوسفزۍ ویلي، پکار ده چې پاکستان په افغانستان کې د ښځوتعلیم ته د ودې ورکولو په لړ کې کردار ولوبوي.
نوموړې ویلي په دغه لړ کې د پاکستان وزیراعظم ته خط هم ليکي.
په خبر کې ويل شوي فواد چودري ویلي، پاکستان به په افغانستان کې د ښځو تعليم ته د ودې ورکولو په لړ کې هڅې دوامداره ساتي او پاکستان شپږ زره افغان کډوالو ته د تعلیم اسانتياوې ورکوي.
د خېبرپښتونخوا د سوات سره تعلق لرونکې ملالې چې دا وخت په برتانيه کې ده، د افغانستان د حالاتو په اړه پرون په ټویټر ويلي،
"مونږ په بشپړ ډول حېران يو چې طالبان افغانستان په لاس کې اخلي. زه د ښځو، لږکيو او بشري حقونو د فعالانو دپاره په ويره کې يم. نړیوال او سيمه ييز قوتونه دې په افغانستان کې په فوري توګه د اوربند غږ وکړي او عام ملکي وګړي او کډوال دې خوندي کړي او په سمدستي توګه دې بشري مرستې برابرې کړي".
په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه پاکستان نن د ګل په ورځ د ملي امنيت غونډه هم رابللې ده.