پر چمن سپین بولدک پوله پاکستان ته د افغانانو د اوښتلو شمېر په زیاتېدو دی

Your browser doesn’t support HTML5

د چمن- سپین بولدک پر پوله وﺭځ تر بلې له افغانستانه پاکستان ته د افغانانو د اوښتلو شمېر زیاتېږي، پاکستاني چاﺭواکي وایي افغانان پر افغان تذکره ور پرېږدي. په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول وروسته نورو بهرنیو هېوادونو ته له تګ سره سره پاکستان ته هم زرګونه خلک روان دي. تفصیل د وي او اې ډیوه د خبریال نعمت الله سرحدي په رپوټ کې: