دطالبانو لخوا دکابل نیولو وروسته په وړومبي ځل دایي ایس ایي مشر کابل ته رسېدلی

په کابل دطالبانو د قبضې نه وروسته په وړومبي ځل دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي مشر جنرال فیض حمید دیو لوړ پوړي نظامي پلاوي په مشرۍ دشنبې په سهار کابل ته رسیدلی دی اؤ هغه وایي دلته به دکابل د وروستیو پرمختګونو احوال واخلي.

جنرال فیض کابل ته دا سفر په داسې حال کې کړی چې په پنجشیر کې دطالبانو اؤ مخالفې جبهې د وسله والو ترمنځ د پنجشیر د واک پسر سخته جګړه روانه ده.

روانه اوونۍ نړیوالو مطبوعاتو دعوې کړې وې چې دطالبانو دپاره دافغان پوځ دبیا منظم کولو په موخه به نزدې ورځو کې دپاکستان داستخباراتي شبکې مشر اؤ نور لوړ پوړي نظامي مشران دکابل په سفر لاړ شي.

طالبانو لا په سمدستي توګه کابل ته دایي ایس ایي دمشر په توګه څه نه دي ویلي خو په کابل کې موجود خبریال طاهر خان پخپله ټویټر پاڼه لیکلي لیکلي جنرال فیض حمید د شنبې د ورځې په سهار کابل ته رسیدلی اؤ دغلته یې یو هوټل کې خبریالانو ته ویلي چې مونږ وړاندې هم افغانستان کې دامن دپاره کار کړی اؤ په راتلونکي کې به یې هم کوؤ.

خبریال طاهر خان دجنرال فیض له خولې لیکلي چې دپریشانۍ هیڅ خبره نشته اؤ هغه به په کابل کې د وروستیو بدلونونو په اړه احوال ترلاسه کړي.

ښاغلی طاهر خان وایي دجنرال فیض سره په دې سفر کې نور لوړ پوړي پاکستاني چارواکي هم ملګري دي خو وایي هغه نه ده روښانه کړې چې پخپل دې سفر کې به دطالب مشرانو سره لېدنې وکړي که نه .

خو دپاکستان یو بل مشهور خبریال کامران خان بیا په ټویټر لیکلي چې جنرال فیض ته دکابل ددې سفر بلنه دطالبانو شورا ورکړې اؤ هغه به پخپل دې سفر کې طالبانو سره دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دامنیتي ،اقتصادي اؤ تجارتي اړېکو ترڅنګ په نورو مهمو چارو وغږیږي.

خو دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړي اؤ دملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ بیا کابل ته د ایي ایس ایي دمشر په دې سفر پوښتنه راولاړه کړې ده.

دپاکستاني خبریال کامران خان دټویټ په ځواب کې محسن داوړ هغه ته لیکلي تاسې دهغه یو افغان له زاویې دې (سفر) ته وګورئ چې دجمهوري افغانستان د راتلونکې دپاره یې هېلې اؤ خوبونه لرل خو دا ټولې هېلې یې هغه ترهګرو وتروړلې چې دطاقت دلارې یې دهیواد واک ترلاسه کړو.

محسن واوړ وایي له دغه پاکستاني خبریال پوښتنه کړې چې تاسې به د غیرملکي جنرال دا سفر څنګه احساسوئ چې په بنیادي توګه شوي یرغل ته اسانۍ ورکوي؟

کامران خان پخپل ټویټ کې د ویاړ په توګه لیکلي چې جنرال فیض حمید هغه وړومبی جنرال دی چې ګنې کابل ته یې په اوسنیو شرايطو کې تر ټولو دمخه سفر کړی.

افغانستان کې دطالبانو په وروستیو پرمختګونو پاکستان کې دخوشحالۍ جشونه اؤ لاریونونه شوي دي اؤ پاکستاني میډیا باندې هم نیوکې کیږي دطالبانو په پلوۍ یو اړخېزه پروپیګنډه کوي .

غربي هیوادونه اؤ دامریکا استخباراتي اؤ پوځي چارواکي وخت په وخت دپاکستان استخباراتي شبکه ایي ایس ایي اؤ پوځ دطالبانو په روزنه،پالنه اؤ ملاتړ تورنوي.

خو دپاکستان پوځ مدام دا تورونه رد کړي اؤ وایي افغانستان کې دخپلې خوښې کومه ځانګړې ډله نه لري بلکې په دغه هیواد کې یوازې امن اؤ سوله غواړي.