سي پي جی: طالبان دې په سمدستي ډول د خبريالانو نيول، وهل ټکول بند کړي

د جرنلېسټانو د حقونو دپاره کارکوونکې ادارې کميټي ټو پروټېکټ جرنلسټس (سي پي جی) په طالبانو غږ کړی په سمدستي ډول دې په افغانستان کې د خبریالانو نيول او په دوی تشدد بند کړي، خبريالان او مطبوعات دې په ازاده کار ته پرېږدي چې هيڅ ويره نه لري.

سي پي جی په اتم اګست جاري کړي بیان کې ویلي، په تيرو دوه ورځو کې په کابل کې د مظاهرو په وخت 14 خبريالان نيول شوي او بیا خوشي کړی شوي دي.

ادارې ویلي دغو خبريالانو او ځينو سرچينو په خپله سي پي جی د خپلو نيولو په اړه ويلي او لږ تر لږه شپږو خبريالانو بيا ویلي چې په دوی د نيولو په وخت تشدد هم شوی دی.

طالبانو په سمدستي ډول دغه بيان ته کوم جواب نه دی ویلی.

سي پي جی دغه بيان په داسې حال کې جاري کړی چې په اووم ستمبر په کابل کې احتجاجي مظاهرې شوي او خبريالانو د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد نه په خبري غونډه کې د خبريالانو د نيولو او په دوی د تشدد پوښتنه هم کړې وه.

په کابل کې خبريالان د مظاهرې د کورېج نه منع کولو او په دوی د تشدد په اړه په خپله خبريالانو هم په ټولنيزو رسنيو ټويټس کړي دي.

خبريال عزت الله په ټويټر ویلي،

"د اطلاعات روز ورځپاڼې خپرونکي ذکي درياب ویلي، طالبانو د څلورو ساعتو پورې د ورځپاڼې کار کوونکي سخت ځورولي او وهلي او يو خبريال (رپورټر) يې د وهلو ټکولو په مهال څلور ځله بې هوشه شوی هم وو".

د طلوع نيوز مشر لطف الله نجفي زاده ویلي،

د مظاهرې په مهال، "د ميډیا کېمرې ضبط شوي، خبريالانو ته ویل شوي چې ويډيو نه جوړي د لرې کېدو ورته ویل شوي، مظاهره چيانو د ټوپک د زور لاندې په کابل کې لاريون دوامداره ساتلی. د لاريون او د لاريون د رپورټ کولو ازادي چرته ده؟".

په خبري غونډه کې يو خبريال د مجاهد نه پوښتنه کړې وه چې د طالبانو لخوا د مظاهرو په مهال دوی ته د کورېج نه کولو ویل شوي، طالبانو دوی وهلي او کېمرې يې ترې ماتې کړي دي.

مجاهد ورته په ځواب کې ويلي وو، دغه مظاهرې غېر قانوني وې اجازه ورته نه وه ورکړل شوې او زیاته کړې يې وه او خبريالان دې هم د دغه ډول مظاهرو عکسونه وا نخلي.