چين د افغانستان دپاره د 31 ملينه ډالرو مرستو اعلان کړی

چين د شورو/ چهارشنبې په ورځ د افغانستان دپاره د 31 ملينه ډالرو امدادي مرستو ورکولو اعلان کړی دی، دا د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته کوم لومړی بهرنی امداد دی.

ويل شوي په دې امداد کې به خوراکی توکي، د يخ نه د بچ کېدو سامان او د کرونا ضد ویکسين شامل وي.

د چين سرکاري خبري ادارې شينوا ويلي، چين پرېکړه کړې چې په سمدستي ډول 30.96 ملينه ډالره چې (200 ملينه يوان) جوړيږي، غله، د ژمي سامان، ويکسين او دوايانې افغانستان ته ليږي کومو څیزونو ته چې زيات ضرورت دی.

چين چې د افغانستان دپاره د مرستو اعلان کړی چين هم په دغه ورځ د طالبانو د لنډ مهاله حکومت سره د اړيکو جوړولو هم ویلي وو.

د چين د بهرنيو چارو وزیر وانګ يي د خپل پاکستاني، ايراني، تاجکستان، ازبکستان او ترکمانستان د سيالانو سره په خبرو کې ویلي، دغه مرستې به د جنګ ځپلي هېواد په بيا ودانۍ کې امداد وکړي، او زياته کړې يې ده چين به د ترهګرۍ ضد جګړه او غېر قانونه تجارت د مخنيوي په لړ کې هم مرستې کوي.

هغه ویلي، د طالبانو د لنډ مهاله حکومت اعلان د چين دپاره ډېر مهم دی، او دا په افغانستان کې د امنیت په ځای کولو او د بيا ودانۍ دپاره مهم قدم دی.

د چين د بهرنیو چارو وزير په ايسټ ترکستان اسلامک مومنټ په سنکيانګ کې د بریدونو تور لګولی او په طالبانو يې غږ کړی چې د ترهګرو ډلو سره اړيکې قطع کړي.

د شينوا ترمخه وانګ يې په ټولو فريقېنو غږ کړی چې استخباراتي مالومات او د پولې د ساتنې انتظام پياوړی کړي چې په افغانستان کې پټې ترهګرې ډلې د مينځه يوسي.

ملګرو ملتونو روانه اوونۍ خبرداری ورکړی چې که د افغانستان ځايي اقتصاد پياوړی نه کړی شو د راتلونکي کال د نيمايۍ پورې افغانستان د سخت غربت يا فقر سره مخ کېدی شي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفير اسد مجيد خان وي او اې ته ویلي، که نړيوالې ټولنې افغانستان يواځې پرېښود، د دې نتيجې به بحراني وي، او دا به د کډوالو بحران رامنځته کړي.

په کابل کې د چين سفارتخانه اوس هم خلاصه ده او طالبانو ويلي د افغانستان په بيا ودانولو کې بيجنګ مهم همکار ګڼي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تيره اوونۍ سي اېن اېن سره په خبرو کې ويلي وو، چين د افغانستان په ګاونډ کې مهم او پياوړی ملک دی او په تير وخت کې د طالبانو د چين سره مثبتې او ښې اړيکې پاتې شوي او دوی غواړي چې دغه اړيکې نورې پياوړي د باور په کچه مخ په وړاندې بوځي.

خو چين تراوسه پورې طالبان په رسميت نه دي پېژندلي.