داعش ډلې دعوه کړې د افغانستان په ختيځه صوبه/ ولایت ننګرهار کې يې په طالبانو بریدونه کړي او مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.
د رويټرز خبري ادارې ترمخه داعش ويلي د خالي/ شنبې او اتوار/ يکشنبې په ورځ يې په طالب وسله والو څو چاودنې کړي، او 35 طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو د دې خبر خپرېدو پورې په دغه اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو ترمخه د خالي په ورځ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د هند کونسلګرۍ ته نیژدې پرله پسې درې چاودنې شوي چې پکې د دوه تنو وژل کېدو او د 20 پورې ټپيان کېدو ويل شوي وو.
ویل شوي وو د سړک له غاړې ښخ شوي بمونه هغه وخت وچاودل چې د طالبانو یو رېنجر موټر هلته د تېرېدو په حال کې وو.
په 18 ستمبر په کابل کې هم يوه چاودنه شوې او دوه تنه پکې ژوبل شوي وو، د دغه چاودنې زمه واري چا نه وه منلې.
په 26 اګست چې امريکا د کابل د هوايي اډې څخه د امریکايي ځواکونو او نورو د ويستلو په عمل بوخت وه داعش په هوايي اډه ځانمرګی بريد کړی وو چې د 13 امریکايي سرتيرو په ګډون د 169 کسانو د وژل کېدو پکې وژل شوي وو.
د امریکې د مرکزي سېنټکام مشر جنرل مېککنزي د افغانستان نه د ځواکونو ويستلو په اړه ويلي وو چې د 30 او 31 په مینځنۍ شپه کې امریکې په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت سرته رسولی او وروستۍ الوتکه يې د کابل څخه تللې ده.
نوموړي دغه خبرې د ويډیوي لنک د لارې کړې وې، ويلي يې وو، د دوی د ارزونو ترمخه په افغانستان کې دا وخت داعش 2000 سخت دریځه جنګيالي لري، له دې وړاندې د داعش سره کله دومره ډېر جنګيالي نه وو او دا به په راتلونکې کې د طالبانو دپاره يو چېلنج وي.
د راپورونو ترمخه داعش د ننګرهار په اچين، نازيان، پچير او اګام او په هسکه مينه سيمو کې ډېر فعاله ډله وه خو د تېر حکومت ځواکونو د امريکايي کمانډوز سره په ګډه د داعش خلاف کامياب عمليات کړي وو او ياده ډله يې ځپلې وه.